د زابل روغتیايي مسوولان وايي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې پر یوې ناپېژنده ناروغۍ سلګونه کسان اخته شوي دي.

د زابل د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم حکیمي سلام‌وطندار ته ویلي چې تراوسه په دغه ناروغۍ شاوخوا ۱۶۰۰ کسان اخته شوي چې لویان او ماشومان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، دغه ناروغۍ چې کولرا ته ورته نښې نښانې لري، د زابل دای‌چوپان او ارغنداب ولسوالیو کې یې دوه کسان مړه کړي دي.

هغه وویل: «په تېرو څو میاشتو کي د ولایت بېلابېلو ولسوالیو کي دا ناروغي ډېر شوې ده. په ځینو سیمو کي ۳۰۰ په ځینو کي ۲۰۰ په ځینو کي سل او په ځینو کي ۵۰ پېښې ثبت شوي چي اوس یې  ټول شمېر څه باندې۱۶۰۰ مثبتو پېښو ته رسېږي.»

بل‌خوا د زابل د عامې روغتیا رییس که څه هم وايي چې د دې ناروغۍ نښې نښانې کولرا ته ورته دي، خو په وینا یې، بېلګې یې د تشخیص لپاره کابل ته لېږلي او تراوسه یې تشخیص نه دی شوی.

د زابل د روغتیايي چارواکو په وینا، پرون د دغه ولایت د سیوري ولسوالي په فتح‌الله‌خېلو سیمو کې پر دې ناروغۍ تازه ۵۰ کسان اخته شوي دي.

په ورته مهال زابل کې روغتیا‌پالان د څښاک اوبو نه‌شتون، د ناپاکو مېوو خوړل او نور هغه لاملونه بولي چې له امله یې خلک پر دې ناپېژنده ناروغۍ اخته کېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې کولرا ته د ورته ناروغۍ د خپرېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام