د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا ویروس د ډلټا او اومېکرون بڼې د پراختیا ګواښ په اړه خبرداری ورکړی او هغه یې «سونامي» او توپان سره پرتله کړی دی.

 د یاد سازمان رییس تدروس ادهانوم په یوې خبري ناسته کې ټينګار کړی چې د دغو دواړو ویروسونو یوځای خپرېدل او پراختیا به یې پر کورونا د اخته کسانو توپان جوړ کړي او روغتون کې به د ناروغانو بستر او همداراز د مړینې شمېرې ډېرې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روغتیا نړیوال سازمان رییس همداراز په نړۍ کې د درملنې سیسټم له پاشلتیا څخه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د دغو دواړو ویروسونو یوځای خپرېدل به د درملنې د برخې پر کارکوونکو خورا زیات فشار راولي.

د نوموړي په وینا، په بډایه هېوادونو کې په پراخه توګه د تکمیلي ډوزونو ورکونه او په بې‌وزله هېوادونو کې واکسین ته نه لاسرسی به د دې لامل شي چې دغه ویروس په پراخه توګه خپور شي او د خلکو د اخته‌کېدو موده به یې وغځېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د رپوټونو پربنسټ، اوس هره ورځ په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۹۰۰ زره کسان پر کورونا ویروس اخته کېږي. پر ویروس د اخته‌کېدو چټکتیا ډېره ده او یو‌شمېر هېوادونو د یاد ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره بندیزونه لګولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام