د پلازمېنې اوسېدونکي په نړۍ کې د کورونا ویرووس د نوې خپرې شوې اومېکرون بڼې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، وېره شته چې دغه ویرووس به د کورونا د نورو خپرو شویو بڼو په څېر، له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راولېږدول شي.

د دوی په وینا، که څه هم اومېکرون په چټکۍ خپرېږي، خو د دغه ویرووس پر وړاندې د عامې روغتیا وزارت د تدابیرو په اړه خبر نشته.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کابل ښاریان له عامې روغتیا وزارت څخه غواړي چې د اومېکرون ګواښ ته په کتو دې، دغه ویرووس جدي وګڼي او  له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته یې د لېږد مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي.

خو د عامې روغیتا وزارت چارواکي وايي، افغانستان ته د یاد ویرووس د مخنیوي لپاره لاس په‌کار شوي او مخه به یې ونیسي. د یاد وزارت ویاند جاوید هژیر وايي چې افغانستان ته د اومېکرون  ویرووس د لېږد مخنیوي په پار ګرځنده ټیمونه ګومارل شوي او هغه مسافر چې له ګاونډو هېوادونو افغانستان ته راځي ترې د کورونا سمپل اخیستل کېږي.

افغانستان ته د کورونا ویرووس د نوې اومېکرون بڼې د لېږد په اړه اندېښنې داسې مهال دي چې تېره اوونۍ په ایران کې د دغه ویرووس لومړنۍ مثبته پېښه ثبت شوه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په نړۍ کې پر اومېکرون ویرووس د اخته کسانو په شمېرو کې د ډېروالي له امله یو‌شمېر هېوادونو له دغه ویرووس سره د مقابلې لپاره پر تګ راتګ یو لړ بندیزونه لګولې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام