د درمل جوړونې فایزر شرکت اعلان کړی چې د دوی له لوري د جوړ شوي واکسین درې ډوزه د کورونا ویرووس د نوې خپرې شوې اومېکرون بڼې پر وړاندې اغېزمن دی.
فایزر او د هغه شریک بیوانتک شرکت پرون ویلي، د دوی په کلینیکونو کې ازمایښتونو ښودلې چې د یاد شرکت درې ډوزه واکسین د اومېکرون پر وړاندې په یوه انسان کې د انټيباډي کچه تر ۲۵ سلنې لوړوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه شرکت د ازمایښتونو پر بنسټ، د اومېکرون پر وړاندې د یاد شرکت دغه درې ډوزه واکسین د انټيباډي کچه هغومره رامنځ ته کوي چې د دغه شرکت تولید شوي مخکیني واکسین د کورونا مخکینۍ بڼې پر وړاندې درلود.
د فایزر شرکت اجرایوي مدیر البرټ بورلا په یوې خبري ناسته کې ټينګار وکړ چې له اومېکرون څخه د خوندیتوب او د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې، درې ډوزه واکسین اغېزمن تمامېدای شي.
په ورته مهال دغه شرکت ټينګار کړی چې د دوی موندنې د لومړنیو پایلو پربنسټ دي او په دې برخه کې علمي څېړنې روانې دي. په همدې حال کې دغو دوو شرکتونو ویلي چې له اومېکرون سره د مبارزې لپاره پر یوه نوي ځانګړي واکسین کار کوي.
د کورونا ویرووس نوې موندل شوې اومېکرون بڼه په لومړي ځل د روان میلادي کال د تېرې میاشتې په وروستیو کې په سوېلي افریقا کې پیدا شو او په چټکۍ سره نورو هېوادونو ته یې هم لمن وغځېده. د روغتیا نړیوال سازمان د یاد ویرووس د چټک خپراوي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې نړۍ باید له دغه ویرووس سره د مبارزې لپاره چمتوالی ونیسي.