د اومیکرون خپرېدو په اړه اندېښنې؛ مسوولان: کورونا په دوو اوونیو کې ۶۶ کسان مړه کړي

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې هېواد کې د کورونا ویروس د نوې موندل شوې اومېکرون بڼې له امله د مړینې شمېرې ډېرې شوې دي. د یاد وزارت مسوولان په هېواد کې د اومېکرون د خپرېدو په اړه هم اندېښنه څرګندوي او وايي چې یاد ویروس په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی.

افغانستان به د جنورۍ تر پایه د اومېکرون د تشخیص کېټونه ترلاسه کړي

تېره میاشت د روغتیا نړیوال سازمان «WHO» له افریقا څخه د ورکړل شویو رپوټونو پر بنسټ د کورونا ویروس له نوي موندل شوې بڼې «اومېکرون« څخه خبر ورکړ. د کورونا د دغه نوي موندل شوي ویروس  مثبتې پېښې اوس د نړۍ نږدې ګڼ‌شمېر هېوادونو کې ثبت شوي او لا هم د خپرېدو په حال کې ده.

د کورونا اومېکرون بڼې د چټک خپراوي په اړه د کابل ښاریانو اندېښنه

د پلازمېنې اوسېدونکي په نړۍ کې د کورونا ویرووس د نوې خپرې شوې اومېکرون بڼې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، وېره شته چې دغه ویرووس به د کورونا د نورو خپرو شویو بڼو په څېر، له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راولېږدول شي.