تېره میاشت د روغتیا نړیوال سازمان «WHO» له افریقا څخه د ورکړل شویو رپوټونو پر بنسټ د کورونا ویروس له نوې موندل شوې «اومېکرون» بڼې څخه خبر ورکړ.

د کورونا د دغه نوي موندل شوي ویروس  مثبتې پېښې اوس د نړۍ نږدې ګڼ‌شمېر هېوادونو کې ثبت شوي او لا هم د خپرېدو په حال کې ده.

د عامې روغتیا وزارت د مسوولانو په وینا، افغانستان دمګړۍ د اومېکرون د تشخیص وسایلو د نه‌شتون له کبله نه دی بریالی شوی چې هېواد کې پر دغه ویروس اخته کسان تشخیص کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد وزارت ویاند جاوید هژیر وايي چې دغه وزارت د روغتیا نړیوال سازمان څخه د مرستې غوښتنه کړې او دغه سازمان ورسره ژمنه کړې چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه به افغانستان ته د اومېکرون د تشخیص لپاره کېټونه او وسایل ورکړي. هژیر په افغانستان کې د اومېکرون ویروس شتون‌والی نه ردوي، خو وايي چې اومېکرون زکام ناروغۍ ته ورته‌والی لري.

په ورته مهال ډاکټر محمد‌هاشم وهاج د اومېکرون په اړه وايي چې دغه ویروس په چټکۍ سره خپرېږي او افغانستان د دغه ویروس د خپرېدو له مخنیوي څخه هېڅ راز امکانات نه لري.

نوموړی زیاتوي چې په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د کورونا ویروس د تشخیص لپاره په پراخه توګه معاینې نه ترسره کېږي او دا به وضعیت نور هم خراب کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې د اومېکرون ویروس د تشخیص لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د وسایلو د ورکړې ژمنې په اړه خبر ورکوي چې د ژغورنې نړیوالې کمېټې تازه په یوه خپور کړي، رپوټ کې ویلي چې د افغانستان روغتیايي نظام د پاشلتیا له ګواښ سره مخ دی او د دغه هېواد نږدې ۹۰سلنه روغتیايي مرکزونه د تړل‌کېدو له ګواښ سره مخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام