
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان روغتیایي برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی
د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ایډوین سینیزا سلاوډر، د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان

د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ایډوین سینیزا سلاوډر، د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان

تېره ورځ د اپرېل ۲۵مه د ملاریا ناروغي نړیواله ورځ وه. د روغتیا نړیوال سازمان WHO د ملاریا نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، دغه ناروغي

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د روان کال پر مهال څلور میلیونه افغان ماشومان او میندې چې څه باندې درې میلیونه یې یوازې ماشومان دي، پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.
سلاموطندار د کابل ښار د ماشومانو د روغتیا یا اندراګاندي روغتون کې له یوشمېر هغو میندو سره خبرې کړي چې یا خپله او یا یې هم ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان «who» افغانستان کې د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په پار د روغتیا وزارت اړوند ۲۵ روغتونونو سره د طبي او نورو توکو مرسته ډېره کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، نږدې یو میلیون افغانان پر تور زېړي اخته شوي دي. دغه سازمان نن «د زمري شپږمه، د جمعې ورځ» د «هپاټیټ نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې شاوخوا ۶۸۰ زره افغانان د هپاټیټ پر «B» او شاوخوا ۳۲۰ زره نور د دغه ویروس پر «C» ډول چې تور زېړی ورته ویل کېږي، اخته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، ۲۰۲۱ کال کې پنځه میلیونه ماشومان پنځه کلنۍ ته له رسېدو مخکې مړه شوي دي. د یاد سازمان راپور چې پرون سهشنبه د مرغومې ۲۰مه خپور شوی، پهکې ویل شوي چې دغه کال کې ۲.۱ میلیونه هغه ماشومان او ځوانان چې عمرونه یې له پنځو تر ۲۴ کلونو وو، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په نړۍ کې د «بیزو تڼاکې» ناروغۍ مثبتې پېښې د زیاتېدو په حال کې دي چې تراوسه د یادې ناروغۍ پېښې په ګڼشمېر هېوادونو کې ثبت شوي دي.

تېره میاشت د روغتیا نړیوال سازمان «WHO» له افریقا څخه د ورکړل شویو رپوټونو پر بنسټ د کورونا ویروس له نوي موندل شوې بڼې «اومېکرون« څخه خبر ورکړ. د کورونا د دغه نوي موندل شوي ویروس مثبتې پېښې اوس د نړۍ نږدې ګڼشمېر هېوادونو کې ثبت شوي او لا هم د خپرېدو په حال کې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان رییس تدروس آدهانوم د دغه سازمان د یوه پلاوي په مشري، نن کابل ته راغلی دی. د روغتیا وزارت چارسمبالي وحید مجروح رسنیو ته ویلي چې د روغتیا نړیوال سازمان رییس او ورسره مل پلاوی یې نن کابل ته راغلي دي. دغه سفر وروسته له هغې کېږي چې نړیوال بانک په افغانستان کې د روغتیا برخې سره خپلې مرستې ودرولې.

د روغتیا نړیوال سازمان نن د افغانستان روغتیايي وضعیت په اړه په یوې انلاین ناسته کې وویل چې دغه هېواد د روغتیا په برخه کې د تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی او همداراز بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.