د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په نړۍ کې د «بیزو تڼاکې» ناروغۍ مثبتې پېښې د زیاتېدو په حال کې دي چې تراوسه د یادې ناروغۍ پېښې په ګڼ‌شمېر هېوادونو کې ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان رییس تدروس ادهانوم د «بیزو تڼاکې» ناروغۍ د نړیوالې روغتیا لپاره یو ستر ګواښ بولي او په وینا یې، کېدای شي دغه ناروغۍ د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته سرایت وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روغتیا نړیوال سازمان رییس زیاتوي چې د نړۍ په ۵۷ هېوادونو کې د بیزو تڼاکې ناروغۍ ۱۶۰۰۰ پېښې ثبت شوي چې تراوسه یې له امله پنځه کسان مړه شوي دي.

په ورته مهال نوموړي ویلي چې یاده ناروغۍ په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او په اړه یې کم پوهاوی لري. د تدروس ادهانوم په وینا، له همدې امله یې د بیزو تڼاکې ناروغۍ د نړیوالې روغتیا لپاره یو بېړنۍ وضعیت اعلان کړ.

په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسوولان په هېواد کې د بیزو تڼاکې ناروغۍ د پېښو ثبت ردوي او وايي چې د یادې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي برخه کې چمتووالی لري.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان سلام‌وطندار ته ویلي چې هېواد کې د بیزو تڼاکې ناروغۍ ثبت شوې پېښې شکمنې دي چې یاد وزارت د بیزو تڼاکې ناروغۍ د مخنیوي برخه کې اړین تدابیر نیولي دي.

روغتیاپالان  د غړو درد، تبه اولړزه، سردرد، د ملا درد، ستړیا او پر جلد د تڼاکو راوتل، د بیزو تڼاکې ناروغۍ له مهمو نښو نښانو څخه بولي. په ورته مهال ډاکټران وايي چې یاده ناروغۍ د اخته کس د لمسولو، پرنجي او پر یادې ناروغۍ د اخته کس د تڼاکو لمسولو له لارې بل کس ته لېږدول کېږي.

د کابل ښار یو ډاکټر عبدالحق قاضي‌زاده وايي، د بیزو تڼاکې ناروغۍ له امله د اخته کسانو مړینه کمه ده، خو په وینا یې، اخته کس باید له نورو جلا واوسېږي.

د بیزو تڼاکې پر ناروغۍ له اخته کس څخه لرېوالی، ځان ساتنه، له څارویو  لرېوالی، له هغو سپارښتنو دي چې یو کس پر یادې ناروغۍ له اخته کېدو څخه ځان ژغورلی شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روغتیا نړیوال سازمان له ټولو هېوادونو غوښتنه کړې چې د بیزو تڼاکې ناروغۍ د خپرېدو مخنیوي برخه کې لاس په کار شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام