د هرات روغتیایي مسوولان وایي چې د بیزو تڼاکې لومړۍ مشکوکه پېښه د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې ثبت شوې ده.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمدعارف جلالي سلام‌وطندار ته وویل، یو ۱۲ کلن ماشوم چې د بیزو تڼاکې نښې یې درلودلې، نن دغه روغتون ته راوړل شوی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هرات د حوزوي روغتون د سرطبیب په وینا، تراوسه څرګنده نه ده چې دغه ماشوم د بیزو تڼاکې پر ناروغۍ اخته شوی او یا دا چې کومه بله ناروغي ده. د هرات د روغتیایي مسوولانو په وینا، دغه ماشوم د هرات د «پوران» سیمې اوسېدوونکی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې په نیمروز کې هم د بیزو تڼاکې دوه مشکوکې پېښې ثبت شوي، خو نن د عامې ورغتیا وزارت اعلان وکړ چې هغه د بیزو تڼاکې ناروغي نه، بلکې یوه بله ناروغي ده چې درملنه هم لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام