د نیمروز محلي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د «بیزو چیچک» ناروغۍ دوه شکمنې پېښې ثبت شوي دي. په نیمروز کې د دې ناروغۍ د شکمنو پېښو له ثبت وروسته، یو‌شمېر کابل ښاریان په هېواد کې د دغې ناروغۍ د پراختیا په اړه اندېښمن دي.

د پلازمېنې اوسېدونکي وایي، هېواد کې روانو شرایطو ته په پام چې روغتیايي خدمتونه په‌ نشت حساب دی، د بیزو چیچک ناروغۍ د مثبتو پېښو  زیاتوالي خلک اندېښمن کړي دي. دوی ټینګار کوي که د یادې ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې بې‌غوري شوي او جدي ونه‌ګڼل شي، وضعیت به نور هم خراب ترینګلی کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کابل ښار اوسېدونکي د عامې روغتیا وزارت له مسوولانو غواړي چې د بیزو چیچک ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې عملي او ګټور پروګرامونه جوړ  او د یادې ناروغۍ د پراختیا مخه ډب کړي.

د بیزو چیچک ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې او مخنیوي لپاره مو د عامې روغتیا وزارت د پروګرامونو په اړه د دغه وزارت د مسوولانو د نظر اخیستلو هڅه وکړه، خو بریالي نه شوو.

د بیزو چیچک مثبتې پېښې د امریکا، اسټرالیا، منځني ختیځ او لوېدیځې افریقا په ګډون د نړۍ په ۲۳ هېوادونو کې ثبت شوي دي. د سر درد، تبه، د عضلاتو درد، د ملا درد او په پوستکي کې د کوچنیو دانو څرګندېدل، د دې ناروغۍ لومړنۍ نښې نښانې دي.

په ورته مهال ډاکټر زاهد علي‌زي سلام‌وطندار ته وویل چې د بیزو چیچک یوه ویروسي ناروغۍ ده او د خپرېدو چټکتیا یې د کورونا ویروس په پرتله کمه ده. نوموړي زیاته کړه چې د دې ناروغۍ د مړینې کچه او د اخته کېدو خطر یې هم د کورونا ویروس په پرتله ټیټ دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، د نړۍ ۲۲ هېوادونو کې د بیزو چیچک ویروس ۳۴۶ مثبتې او شکمنې پېښې ثبت شوي دي.

پر دې ناروغۍ اخته کسانو څخه لرې اوسېدل، ماسک څخه استفاده، هغو څارویو څخه ځان ساتل چې د بیزو چیچک ناروغي لېږدوي او د ځان او چاپیریال پاک ساتل له هغو مواردو څخه دي چې یو کس کولای شي د بیزو چیچک ناروغي څخه ځان وساتي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام