Asset 1SWN

سلام وطندار

بلخ کې پر نشه‌يي توکيو د روږدو کسانو له زياتېدو اندېښنه

Addicts-0-p1q80y19gwh3jfmbpcu08wn4a4gfxafe9kkd5h76vc

د بلخ ولايت روغتیا ریاست کې د روږدو کسانو د درملنې د مرکز مسوولان په دې ولایت کې د روږدو کسانو د شمېر له زياتېدو اندېښمن دي.

ياد ولايت کې د مسوولو بنسټونو د معلوماتو له مخې اوس مهال د ماشومانو او مېرمنو په ګډون شاوخوا ۴زره کسان پر نشه‌يي توکيو روږدي دي چې نږدې ۲زره يې په کوڅو او سړکونو کې دي.

پر نشه‌يي توکيو د روږدو ۱۰۰ بستريز روغتون کې په يوه وړه خونه کې ځوانان او عمر خوړلي کسان داسې ناست دي لکه په يوه ټولګي کې چې پر څوکيو ناست وي او د دې مرکز د مشوره ورکوونکيو ډاکټرانو خبرو ته غوږ نيسي.

په دې ډله کې ۲۳ کلن سید احمد وايي، ۱۶ کاله کېږي چې نشه‌يي توکي کاروي او له ۱۳ کلنۍ په نشه‌يي توکيو روږدی شوی دی.

پر نشه‌يي توکيو هغه روږدي کسان چې درملنه يې کېږي

سیداحمد وايي، دوه درې کاله يې ترياک وکارول او له هغې وروسته يې نورو نشه‌يي توکيو ته مخه کړه. نوموړي چې واده کړی وايي، خپلې مېرمنې او اولادونو لپاره چمتو شو چې نشه‌يي توکي خوشې کړي.

بلخ کې د نشه‌يي توکيو هغه مرکز چې په‌کې روږدي کسان نشه‌يي توکي خوشې کوي، د ښوونيزو، ورزشي او رواني درملنې برنامو ترڅنګ، روږدو کسانو ته حرفې هم ور زده کېږي.

۳۷ کلن سیدامیر چې له يوې لسيزې ډېر وخت کېږي، هیرویین او شیشه کاروي وايي،  د يادو نشه‌يي توکيو کارول ورته داسې عادي شوي لکه سګرټ چې څښوي.

هغه چې له یوې میاشتې راهیسې په مزار شريف ښار کې د نشه‌يي توکيو د روږدو کسانو د درملنې په روغتون کې بستر دی وايي، نشه‌يي توکي هغې ناوې ته ورته دي چې زرو مخونو سره د هغې د پرېښودو مخه نيسي؛ خو دا ځل يې جدي پرېکړه کړې او نور به يې خوشې کوي.

بلخ کې پر نشه‌يي توکيو د روږدو د ښځينه‌وو ۷۰ بستريز روغتون کې هم د رواني درملنې ترڅنګ په‌کې ښځينه روږدو ته اسلامي زده‌کړې، ځان ساتل، انځورګري، موسيقي، خياطي او ګلدوزي هم ور زده کېږي.

پسته ګله یوه له هغو پر نشه‌يي توکيو د روږدو له ډلې ده چې یوه میاشت مخکې د درملنې په موخه دغه روغتیايي مرکز ته راوړل شوې ده.

پسته‌ګله وايي، له تېر یوه کال راهیسې په نشه‌يي توکيو روږدې شوې، له کله چې دې مرکز ته راغلې روغتیايي حالت يې تېر ته په کتو سم شوی دی.

نوموړې وايي، مور يې ترياک کارول او دې هم د دغو موادو کارولو ته مخه کړه.

د ښځو ترڅنګ ماشومان هم د درملنې په موخه دغه روغتیايي مرکز ته راوړل شوي دي. دغو ماشومانو چې کله د مور شیدې خوړلي،  له هغه راهیسې په نشه‌يي توکيو روږدي شوي دي.

د بلخ د عامې روغتیا رياست د نشه‌يي توکيو د روږدو کسانو د مرکزونو مسوول په بلخ کې په نشه‌يي توکيو د روږدو کسانو د شمېر پر زیاتوالي اندېښمن دی.

د يادو مرکزونو رييس عصمت الله کریمي وايي، د ماشومانو په ګډون ښځې او نارینه په دې ولایت کې په نشه‌يي توکيو اخته شوي دي چې د دوی له ډلې ۱۹۴۵يې په لارو او کوڅو کې ګرځي.

نشه‌يي توکيو ته اسانه لاس‌رسی، پر نشه‌يي توکيو د روږدو کسانو د درملني د روغتیايي مرکزونو کمښت او له نشه‌يي توکيو له پرېښودلو وروسته دويم ځل لپاره پرې اخته کېدل هغه عوامل دي چې له مخې يې اړوند مسوولان نه دي توانېدلي چې مخینوی يې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام