کابل کې روږدي کسان: د بې‌وزلۍ او وزګارتیا له امله مو نشو ته مخه کړې

په کابل کې پر نشه‌يي توکو یو‌شمېر روږدي کسان وايي چې د بې‌وزلۍ او وزګارتیا له کبله یې د نشه‌يي توکو کارولو ته مخه کړې ده. جمیل چې نشه‌يي توکي کاروي، وايي، د یوې درې کسیزې کورنۍ یوازینی سرپرست دی او د اقتصادي ستونزو له کبله یې د نشه‌يي توکو کارولو ته مخه کړې.

د غزني د روږدو کسانو د درملنې روغتون ډاکټرانو خپلې دندې پرېښي

د غزني د روږدو کسانو د درملنې پنځوس بستر روغتون ډاکټران او کارکوونکي وايي چې له د روان کال له پیل راهیسې یې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي او دې موده کې د دغه روغتون د لګښتونو لپاره هم هېڅ بودیجه په پام کې نه ده نیول شوې.

فاریاب کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو کمپاین پیل شوی

د فاریاب روغتیايي چارواکي او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیریت مسوولان وايي چې د یاد ولایت مرکز میمنې ښار کې یې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د راټولو کمپاین پیل کړی دی. د فاریاب د روغتیا رییس له دیني عالمانو غواړي چې د نشه‌يي توکو د زیانونو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

 فراه کې د روږدو کسانو د درملنې روغتون د امکاناتو له کمښت سره مخ دی

په فراه کې د روږدو کسانو د درملنې د ۱۰۰ بستریز روغتون مسوول عبدالودود نیازی سلام‌وطندار ته وايي چې دوی د ناروغانو د زیاتېدو، د ځای، درملو او خوراکي توکو د کموالي له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د نیازي په وینا، دوی خپلې ستونزې له محلي او مرکزي چارواکو سره شریکي کړي او هڅه کوي چې ورته رسېدنه وکړي.

بلخ کې پر نشه‌يي توکيو د روږدو کسانو له زياتېدو اندېښنه

د بلخ ولايت روغتیا ریاست کې د روږدو کسانو د درملنې د مرکز مسوولان په دې ولایت کې د روږدو کسانو د شمېر له زياتېدو اندېښمن دي.

ياد ولايت کې د مسوولو بنسټونو د معلوماتو له مخې اوس مهال د ماشومانو او مېرمنو په ګډون شاوخوا ۴زره کسان پر نشه‌يي توکيو روږدي دي چې نږدې ۲زره يې په کوڅو او سړکونو کې دي.