جمال چې دا یې مستعار نوم دی د غزني ولایت اصلي  اوسېدونکی دی، خو نشې هغه د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار په یوې څنډه کې وېجاړې کنډوالې ته راوستی.

هغه څخه مو د ژوند په اړه وپوښتل وايي، لس کاله وړاندې کله چې د کار کولو لپاره ایران ته تللی و، هلته پر نشه‌يي توکو اخته شو. هغه اوس له سرپناه‌ پرته، په سوړ ژمي او سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

جمال وايي چې کورنۍ یې له کوره شړلی او هېڅوک سره د زړه‌ خواله نه کوي. نوموړی زیاتوي چې نه کور لري او نه هم دغه ښار کې څوک پېژني، خو غواړي چې نشه پرېږدي او خپل عادي ژوند ته بېرته  وروګرځي. نوموړی د نیمروز له محلي مسوولانو غواړي چې د درملنې لپاره یې هڅې وکړي.

یوازې جمال نه دی چې له روږدي‌والي ځورېږي، بلکې په مستعار نوم بصیر یو بل روږدی دی چې وايي، خپل هرڅه یې په دغه لاره کې بایللي دي.

د نیمروز د روږدو کسانو د درملنې روغتون رییس سیدخیل شاه‌ کاظمي وايي چې د درملنې دغه روغتون د بودیجې د نه‌شتوالي او هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله له فعالیته لوېدلی و چې په تازه‌ګۍ سره یې د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ یې بېرته خپل فعالیت پیل کړی او دوی هڅه کوي، دغه روغتون کې د ډېرو روږدو کسانو درملنه وکړي.

د روږدو کسانو د درملنې روغتون مسوولان همداراز وايي چې د درملنې دغه روغتون ۵۰بستره لري چې ۳۰بستره یې د نارینه‌وو او ۲۰ یې د ښځو لپاره ځانګړي شوي او اوس مهال هم په دغه روغتون کې یو‌شمېر روږدي کسان تر درملنې لاندې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نیمروز ولایت د روغتیايي مسوولان په وینا، دمګړۍ په دغه ولایت کې د ښځو او ماشومان په ګډون شاوخوا ۱۳۰۰۰ کسان پر نشه‌يي توکو روږدي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام