د فراه د مرکزي زندان مسوولان وايي چې څلور مياشتې مخکې له فراه ښار څخه پر نشه‌يي توکو اخته ۹۰ کسان راټول او د درملنې په موخه يې د دغه ولایت مرکزي زندان ته انتقال کړي وو چې له درملنې وروسته پرون د محلي مسوولان په شتون کې له زندانه ازدول شول.

د فراه د مرکزي زندان مشر مولوي جهادي د دغو کسانو د خوشي‌کېدو پر مهال وويل، په تېرو څلورو مياشتو کې د دغه ولايت د ډاکټرانو په همکارۍ د روږدو کسانو د درملنې لپاره یې خپلې ټولې هڅې کړي دي. د هغه په ​​وينا، دغه کسان پرون خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فراه محلي مسوولان وایي چې په دغه ولایت کې د زياتو کسانو د درملنې لپاره هڅې کوي، څو په عملي ډول کار وکړي.

په همدې حال کې  له زندانه څخه خوشي شوي کسان د اسلامي امارت له محلي مسوولانو مننه کوي او وايي چې د بند پر مهال له دوی سره ښه چلن شوی او خپل عملونه یې پرېښي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام