مریم په غور کې د هغې ۷ کسیزې کورنۍ د ناوې مستعار نوم دی چې د کورنۍ ۵غړي یې پر نشه‌یي توکو اخته دي. هغه وایي، نږدې ۹کاله کېږي چې خاوند، خواښې، نندرور  او دوه لېورونه‌ یې پر نشه‌يي توکو روږدي شوي دي.

دغه مېرمن د خپل او خاوند د ژوند د اړتیا برابرولو لپاره، د غور ولایت د مرکز فیروزکوه ښار په یوه څنډه کې د خیاطۍ کوچنۍ هټۍ جوړه کړې او ښځینه جامې ګنډي.

مریم چې له واده څخه یې یوولس کاله تېریږي وایي، په لومړیو کې یې ژوند ښه وو او خسرګنۍ هم ښې ټولنیزې اړیکې درلودې. خو نشه‌يي توکو یې د ژوند ښې ورځې او شپې ترې اخیستي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې ۷کسیزه کورنۍ کې یوازې مریم او زوی یې پر نشه‌يي توکو نه دي روږدي. هغه وایي، ژوند او روزګار یې داسې تریخ شوی چې ټولې هیلې یې له خاورو سره خاورې شوي.

نوموړې له خپل کار څخه خوښه ده او په اړه یې وایي: «له کوچني والي څخه خیاطۍ سره بلده وم او ډېره مینه مې ورسره درلوده، کور کې مې خیاطي کوله او بلاخره دې ځای ته راورسېده چې بازار کې خیاطي وکړم، له دغه ازاد شغل څخه ډېره راضي یم.»

مېرمن مریم وایي، د خاوند او د خسرګنۍ د روږدو کسانو د درملنې لپاره یې ډېرې هڅې وکړې، خو هېڅ پایله یې ور نه کړه.

ومو غوښتل په دې رپوټ کې د مریم د خاوند او د هغې د خسرګنۍ نظر هم له ځان سره ولرو، خو دوی خبرو کولو ته حاضر نه شول.

په همدې حال کې د غور د ۲۰بستریز روغتون مسوولان په دغه ولایت کې پر نشه‌یي توکو د روږدو کسانو له زیاتوالي څخه اندېښنه ښايي. د غور د ۲۰بستریز روغتون رییس محمد‌عمر لعل‌زاده په دغه ولایت کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د ډېروالي لامل بې‌کاري او بې‌وزلي په کوته کوي.

لعل‌زاده وایي، د غور ولایت په کچه د روږدو کسانو لپاره یوازې یو ۲۰بستریزه روغتون لري چې د روږدو کسانو درملنه پکې کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام