د غور د ولایتي روغتون ډاکټرانو د روغتونونو د اصلاحاتو پروژې حذف په تړاو اعتراض کړی او دغه پرېکړه يې، سلیقه‌يي، د ملي ګټو او د درملنې خدمتونو د وړاندې کولو پر ضد بولي.

دوی وايي، دغه پروژه د خلکو لپاره د درملنې خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د روغتونونو له شفافیت او ابتکار څخه د الګو بڼه لري.

د غور د ولایتي روغتون يو شمېر ډاکټران محمد عارف لعل‌زاد او رشید عارفي  له مرکزي چارواکيو او د ولسي جرګې له غړيو غواړي چې دغه پروژه د ۱۴۰۰مالي کال بودیجه کې شامله کړي.

د غور د ولایتي روغتون ډاکټرانو یو پرېکړه‌لیک هم صادر کړی چې په کې د روغتونونو د اصلاحاتو پروژې پر موثریت ټینګار شوی دی.

هڅه مو وکړه راپور کې د عامې روغتیا وزارت نظر هم ولرو، خو پرله‌پسې اړیکو سربېره بریالي نه‌شوو.

خو د غور د عامې روغتیا رییس جمعه‌ګل یعقوبي د روغتونونو د اصلاحاتو پروژې لغوه‌کېدو څخه بې‌خبري ښيي او وايي، د ډاکټرانو د اعتراض موضوع یې مرکز سره شریکه کړې ده.

غور کې ۳ روغتونونه موجود دي چې د دغه لرې پرتو او کم پرمختللي ولایت خلکو لپاره روغتیايي خدمتونه وړانډې کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام