د غور د کڼو ښوونځي زده‌کوونکو د دغه ولایت د محلي مسوولانو په حضور کې خپل لاسي صنايع او لاسته راوړنې په يوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړې. په دې نندارتون کې د غور د کڼو د مسلکي ښوونځي ۲۶ زده‌کوونکو ګډون کړی و، چې له دې ډلې ۱۵ تنو د ساینسي علومو په برخه کې، څلورو په مسلکي برخه کې، پنځو تنو د لاسي صنایعو په برخه کې او دوو نورو د نقاشۍ او عکاسۍ په برخه کې خپلې لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کړې.

دغه نندارتون د غور د شهيدانو او معلولينو رياست له خوا د ګلوبل پارټېنرز انستيتوټ او د دغه ولايت د پوهنې رياست د ساينسي مرکز د عمومي مديریت په همکارۍ جوړه شوې وه. په دغه نندارتون کې د غور د ګلوبل پارټېنرز موسسې مسوول فرید سلطاني وویل چې ياد انستيتيوټ په ٢٠٠٥ کال کې په بېلابېلو برخو کې په دغه ولايت کې خپل فعالیت پيل کړی او له ٢٠١٣ کال راهيسې يې د ټولنيزو فعاليتونو او له اړمنو سره د مرستې تر څنګ د کڼو په نوم يو ​​ښوونځى هم جوړ کړى چې په مسکلي توګه کڼو ته روزنه ورکوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سلطاني د غور له محلي مسوولانو او د اسلامي امارت مرکزي چارواکو څخه غواړي چې د دغه ولایت د کڼو ښوونځي څخه ملاتړ وکړي او هم پوهنې وزارت کې دې ثبت کړي څو قانوني اسناد ترلاسه کړي. د دغه ښوونځي یو تن زده‌کوونکی نایب محمدي په اشاروي ژبه وایي، چې دوی معلول او ناتوانه نه دي او کولی شي چې موثر کار وکړي. هغه زیاتوي، خوشحاله دي چې نن یې د خپلو تېرو لسو کلونو د زحمتونو پایلې په لومړي ځل نندارې ته وړاندې کړې.

مهتاب چې په دغه نندارتون کې ګډون کړې او د نقاشۍ ۱۲ اثار یې نندارې ته ایښې وایي، د مسلکي زده‌کړو ترڅنګ د رسامي هنر ته هم لیوالتیا لري او هر ډول رسامي چې وي انځور کولی شي. مهتاب په دغه نندارتون کې د غور د شاهانو، د فقر حالت، د تاریخي اثار او ځینې نورې رسامیانې نندارې ته ایښي دي. هغې د اسلامي امارت له مسوولانو او نړیوالو بنسټونو څخه غواړي چې د دې ښوونځي ملاتړ وکړي څو ښه پرمختګ وکړي او زیاتې لاسته راوړنې ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غور د معلولانو ټولنې رییس عبدالقیوم بهبودي په دې نندارتون کې وویل چې معلولیت ناتواني نه دی او معلولین کولی شي چې ګټور کارونه وکړي او حکومت مسوولیت لري چې معلولو کسانو ته کاري زمینه برابره کړي. د غور د شهیدانو او معلولینو رییس ګل‌احمد متوکل هم وویل چې دوی د معلولو کسانو لپاره مناسب ځای نه لري او اړ شوي چې د دغه ریاست څو خونې د کڼو د زده‌‌کړو لپاره ځانګړې کړي. هغه له ټولو بنسټونو څخه غواړي چې د دغه ولایت د کڼو ښوونځي ملاتړ وکړي څو له دې زیات لاسته راوړنې ولري.

په دې نندارتون کې د غور والي احمدشاه دین‌دوست د خبرو پر مهال په دغه ولایت د کڼو ښوونځي سره د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل چې د معلولیت لرونکو کسانو استعدادونه د خدای د قدرت نښه ده او باید د ټولنې نور غړي ترې زده کړي او د خپل هېواد په ابادی کې هڅه وکړي. په دې نندارتون کې د غور د پوهنې ریاست مسوولانو هم له دې لېسې سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه. د غور د کڼو مکتب لس کاله کېږي د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه کې فعالیت کوي او زده‌کوونکي د مسکلي کارونو ترڅنګ بېلابېل مضمونونه لکه انګلیسي او کمپیوټر هم وایي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام