Asset 1SWN

غور کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له کبله یو ماشوم وژل شوی

Ghor 12112 (1)

د غور امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د رامنځته شوې شخړې په پایله کې یو ماشوم وژل شوی دی.

پېښه د یاد ولایت د پسابند ولسوالي اړوند سیمه کې پرون جمعه د غبرګولي پنځمه رامنځته شوې چې له کبله یې یو ۱۲کلن ماشوم وژل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غور د امنیې قومنداني ویاند عبدالرحمن بدري سلام‌وطندار ته د یاد خبر د تایید ترڅنګ ویلي، دغه پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونو د پېښې په تړاو یو کس نیولی او پوښتنې او ګروېګنې ترې روانې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې پر مهال یې ځینو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ځینې نور بیا ټپیان شوي هم دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام