Asset 1SWN

سمنګان کې د ځمکې کېناستو پېښه؛ څه باندې ۵۰ کورنۍ د پېښې له ځایه اېستل شوي

فارمت برای تصویر

په سمنګان کې محلي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د ایبک ښار د «خوستیانو» سیمه کې ځمکه ناسته ده.

د سرچینو په وینا، دا پېښه پرون (د وري شلمه، د دوشنبې ورځ) یوناڅاپه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرچینې د ځمکې کېناستو غوچوالی پنځوس متره ښيي او زیاتوي چې په څو ځایونو کې ځمکه ښکته تللې ده.

تر اوسه روښانه نه‌ده چې څومره ځمکه ښکته تللې، خو د سرچینو په وینا، څو کورونه او باغونه ښکته تللي دي.

سرچینې وايي، امنیتي ځواکونو له پنځوسو زیاتې کورنۍ د پېښې له سیمې څخه اېستلې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د سیمې اوسېدونکي وايي، له جوړو شویو کندو څخه د تیږو لګېدو ډاروونکي غږونه هم را پورته کېږي.

د سمنګان محلي مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام