د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اړوند څلورګونو فارمونو له ډلې په درېیم فارم کې پر ۲۸۶۷ جریبه ځمکه د ستروسو باغونه له پخوا اباد دي او تازه پر ۶۰۰۰جریبه نوره ځمکه هم ونې کېنول کېږي چې د خصوصي سکتور په مرسته یې په عملي بڼه د باغ جوړونې چارې پیل شوې دي.

د وادي شرکت ویاند سید همایون غریب‌مل وایي، دا نوې باغونه هم په درېیم فارم کې پر هغه ځمکو جوړېږي چې له کار لوېدلې او ګټه ترې نه اخیستل کېده. نوموړی زیاتوي، په دې لویه پروژه کې چې ګڼ‌شمېر خصوصي کرنیزو شرکتونو ته ورکړل شوې، حکومت ته د لوړ عاید د ترلاسه کېدو سربېره، به په کې د سیمې سلګونه بې روزګاره کسانو ته کاري فرصت هم برابر شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تېر کال د ستروسو له باغونو ۱۹ سوه ټنه د مالټو حاصل تر لاسه شوي او چارواکي تمه ښایي چې سږ کال به یې حاصلات تر پخوا ښه وي.

غریب مل دغه راز زیاتوي، هغه ځمکه چې اوس پرې نوي باغونه جوړېږي، تر څنګ یې د مالدارۍ یو فارم هم شتون لري چې پخوا به ترې ډېره ګټه وټه تر لاسه کېده؛ خو د ډېرو کلونو راهیسې ویجاړ دي او اوس دوی له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره خبرې کړي چې دا هم بېرته جوړ او د ګټې اخیستنې وړ یې کړي.

« د کلونو کلونو ویجاړ د مالدارۍ یو فارم و هغه دوباره رغوو په همدې اړه مو له یوې بهرنۍ سره خبرې رواني دي او ژمنه ی کړې، چې وبه یې رغوي دې کې هغه مهال ۹۱۰ سره غواګانې وې، چې تر شپاړس سوه لیټره زیات شیده ترې تر لاسه کېده. دغه فارم په ۳۵ جریبه ځکه کې جوړ شوی و او په بیا رغېدو به يې د پخوا په څير کارونه پيل شي.»

خلک هم د کانال شرکت اړوند د باغونو او فارمونو د جوړېدو او ترمیم پیل ته هیله مند دي او وایي، په دې سره په سیمه کې نه یواځې خلکو ته د کار فرصت برابرېږي، بلکې په نورو اقتصادي برخو کې به يې هم اغېز خورا زیات وي.

د ننګرهار ځایي اوسېدونکی عمران وایي، د باغونو جوړېدل ډېر مهم دي، ځکه په وینا یې ځمکه شته او باید چې پوره ګټه ترې پورته شي.

«دا ښه خبر دی چې په ننګرهار کې د مالټو نور باغونه جوړیږي، ډېرې زیاتې ګټې لري. موږ غوښتنه کوو چې د شته باغونو د ودې لپاره هم باید زیات کار وشي چې حاصلات یې لا ښه شي. دا باغونه موږ ځوانانو ته د ساعت تېری یو ښه ځای هم دی اکثریت وخت د مالټو موسم کې ورځو او هغه پخوا چې اباد شوي موږ پکې خپلې مېلې کوو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ننګرهار د کرنې او باغدارۍ لپاره ډېرې ځمکې، اوبه او نور کافي امکانات لري؛ او باورونه دا دي چې که ترې د ګټې اخیستنې لپاره هڅې چټکې شي، نو په دې سره به د ډېرو هغه توکو اړتیا په کور دننه پوره شي چې اوس له هېواد بهره دې ولایت ته واردېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام