د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ  وزارت سرپرست عطاالله عمري سلام‌وطندار ته ویلي چې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې شپږ سوه  او ۵۰ زره جریبه کرنیز فصلونه او باغونه ویجاړ شوي دي.

عمري زیاته کړه چې د راوتلیو سېلابونو له امله د کوچنیو او لویو څارویو په ګډون شاوخوا ۵۰۰۰۰ څاروي هم  له‌منځه تللي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وایي چې د ا.ا د مشرتابه د امر له مخې، د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې په موخه یوه کمېټه ټاکل شوې او د دغې کمېټې له لوري د هېواد په سېلاب ځپلیو ولایتونو کې د زیانمنو شویو کروندګرو او بڼوالو سروې شوې چې سېلاب ځپلې کورنۍ په درېوو برخو  وېشل شوي او هرې برخې سره به په جلاجلا توګه مرسته کېږي.

د کرنې وزارت چارسمبالي زیاته کړه چې د لوګر په ګډون د یو هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له یو‌شمېر سېلاب ځپلیو کورنیو سره مرستې هم شوي، خو شوې مرستې بسنه نه کوي او هڅه روانه ده چې سېلاب ځپلیو کورنیو سره خپلې مرستې دوه برابره کړي.

خو د هېواد یوشمېر ولایتونو سېلاب ځپلي کروندګر او بڼوال وایي، په ډېری ولایتونو کې ۸۰سلنه کرنه او بڼوالۍ له‌منځه تللې او تراوسه ورسره چا مرسته نه ده کړې.

د لوګر د مرکز پل‌علم یوه کروندګر حاجي قطب‌الدین سلام‌وطندار ته وویل چې د ورستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د مرکز پل علم په ګډون په شپږو ولسوالیو کې شته ټول فصلونه او باغونه تخریب شوي دي.

نوموړی وایي چې تراوسه د لوګر کروندګرو او بڼوالو سره د پام وړ مرسته نه ده شوې. نوموړي حکومت ته وړاندیز وکړ چې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د لوګر د مرکز پل‌علم د پادخواب شانې د کلې یوه بڼوال عبدالولي سلام‌وطندار ته ویلي چې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله یې ټول انګور او رومي بانجان له‌منځه تللي او په دغه ولایت کې کروندګرو، مالدارو او بڼوالو ته تر بل هر ولایته ډېر زیان اوښتی ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د هېواد د کرنې او مالدارۍ سرپرست په داسې حال کې د وروستیو سېلابونو له امله کرنې او مالدارۍ ته د اوښتو زیانونو په اړه شمېرې ورکړې چې یوازې په لوګر کې ۶۰ زره جریبه کرنیز فصلونه او باغونه له‌منځه تللي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام