د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم د پنجشېر د لوړو زدهکړو موسسې څخه د یوشمېر زدهکړیالانو په فراغتغونډه کې له هېواده وتلي د پوهنتون له استادانو غوښتنه وکړه چې بېرته هېواد ته راستانه شي.
ندامحمد ندیم په دغه فراغتغونډه کې د پوهنتون استادانو ته ډاډ ورکړ چې هېواد کې امنیت ټينګ شوی او په وینا یې، بهر کې مېشت استادان کولای شي بېرته ته هېواد ته ستانه او پوهنتونونو کې خپل تدریس ته دوام ورکړي.
د پنجشېر د لوړو زدهکړو له موسسې څخه شاوخوا ۱۹۳ زدهکړیالانو له څلور پوهنځیو څخه فارغ شول چې نن جمعه د لیندۍ څلورمه یې فراغتغونډه ورته نیول شوې وه.
په فارغیو شویو زدهکړیالانو کې هېڅ نجلۍ شتون نه درلود او ټول یې هلکان وو.
دا په داسې مهال دی چې واک ته د اسلامي امارت تر بیارسېدو وروسته د پوهنتونونو ګڼشمېر استادان له هېواده ووتل چې ورسره پوهنتونونو کې د تدریس بهیر ټکنی شو او پوهنتونونه د استادانو له کمښت سره مخ شوي دي.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
که څه هم د اسلامي امارت چارواکو په وار وار بهر کې د پوهنتونونو له استادانو څخه غوښتنه کړې چې بېرته هېواد ته راستانه شي، خو په کور دننه د پوهنتون یوشمېر استادان بیا په دې هڅه کې دي چې هېواد پرېږدي.