د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزارت دولتي پوهنتونونو ته په استولي یوه مکتوب کې غوښتنه کړې چې د استادانو د ترفېع، انتخاب او تبدیلۍ پرمهال اړتیا ده، څو د هغوی د شهرت په اړه دغه وزارت ته معلومات ورکړل شي.
دغه مکتوب چې نن سېشنبه پر ټولنیزو شبکو خپور شوی او کابل پوهنتون کې يې یوه سرچینه هم تاییدوي پهکې ویل شوي، پوهنتونونه دې د مخربه، مفسده او نااهله کسانو د ترفېع، ټاکنې او تبدیلۍ په اړه د لوړو زدهکړو وزارت ته معلومات ورکړي، څو یې د امتیازاتو مخه ونیول شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مکتوب کې دا هم ویل شوي چې د هغو استادانو معلومات دې وزارت ته ور ولېږدوي چې د تېر نظام سیاسي یا نظامي برخه کې یې مسوولیت درلود او د اسلامي امارت د سرتېرو پر ضد یې همکاري کړې او د هغوی د ځورونې لامل شوي دي. په ورته مهال دغه مکتوب د پوهنتونونو د یوشمېر استادانو له غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د کابل پوهنتون استاد عبیدالله وردګ چې اوس هند کې د دوکتورا زده کړې کوي، سلاموطندار ته وايي، د استادانو د ترفېع او ادلون بدلون په اړه خپور شوی مکتوب به د لوړو زدهکړو پر بهیر ناوړه اغېز ولري.
وردګ دغه مکتوب د ټولو اصولو خلاف بولي او وايي، د لوړو زدهکړو ټول مرکزونه او ادارې د خپلو ترفیعاتو او چارو لپاره ځانته لوایح او اصول لري چې د تقرر او ترفېع لپاره هرڅه په کې څرګند دي.
- لوړو زدهکړو وزارت استادانو ته: د هېواد ابادۍ او پرمختګ لپاره بېرته راشئ
- لوړو زدهکړو وزارت: خصوصي پوهنتونونه دې د وزارت له تایید پرته استادان نه ګوماري
- پوهنتونونو کې د استادانو او محصلانو د ټولنو پر فعالیت بندیز
نوموړي وویل، یاد مکتوب لوړې زدهکړې منفي لوري ته بیايي، استادان له ذهني فشار سره مخ کوي، د هغوی د نوښت قوه له منځه وړي او استادان به د پوهنتون پر ځای د بدیل په فکر کې کړي.
د کابل پوهنتون یو بل استاد ذبېحالله حیدري که څه هم د ترفېع او تقرر په تړاو د لوړو زدهکړو وزارت د دغه مکتوب په اړه رسمي معلومات نهلري، خو نوموړی هم وایي، که یاد مکتوب رسمي وي، پوهنتونونو کې به د زدهکړو پر بهیر ناوړه اغېز وکړي.
د هغه د معلوماتو له مخې، استادان تر ډېره له نظامي یا سیاسي فعالیتونو سره تړاو نهلري او داسې کړنې د اسلامي امارت د بښنې فرمان سره په ټکر کې دي.
ومو غوښتل چې په دې اړه د لوړو زدهکړو وزارت د ویاند نظر هم راواخلو، خو له ژمنې سربېره یې، زمونږ پوښتنو ته ځواب را نهکړ.