Asset 1SWN

د ۳۵ خصوصي پوهنتونونو مسوولانو بهر ته د خپلې پانګې د ایستلو پرېکړه کړې

CeZ-VSGWwAAvilv

د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو موسسو ټولنې مسوولان وايي، د نجونو پر مخ د پوهنتونونو له تړل‌کېدو وروسته د ۳۵ خصوصي پوهنتونونو مسوولانو پرېکړه کړې چې هېواد کې فعالیتونه وځنډوي او خپله شتمني بهر ته ولېږدوي.

د یادې ټولنې د مطبوعاتو مسوول محمد کریم ناصري سلام‌وطندار ته وویل: «د لوړو زده‌کړو وزارت د وروستۍ پرېکړې پر بنسټ چې د نجونو لوړې زده‌کړې یې ځنډولي، د ۳۵ خصوصي پوهنتونونو مسوولان پرېکړه کړې چې خپل فعالیتونه بند او پانګې بهر ولېږدوي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال د خصوصي پوهنتونو یوشمېر مسوولان وايي، د اسلامي امارت له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو له بندیز وروسته ګڼ‌شمېر خصوصي پوهنتونونه له مالي اړخه ماتې سرهم مخ شوي دي.

دې سره، د لوړو زده‌کړو وزارت مسوولان وايي، د خصوصي پوهنتونونو ستونزو ته رسېدنه کوي. د یاد وزارت ویاند ضیاء‌الله هاشمي سلام‌وطندار ته وویل چې د هر ولایت د خصوصي پوهنتونونو له مسوولانو سره یې ځانګړې ناستې کړي او د ستونزو حل په موخه به یې هڅې وکړي.

نوموړي وویل: «هغه ستونزې چې دوی ورسره مخ شوي، انشالله له پوهنتونونو سره د اړیکې کمېټې ته مو ویلي، له هغو ستونزو سره چې مخ شوي، په اړه دې وزارت ته وړاندیز وکړي، موږ به یې تر ریاست‌الوزرا ورسوو او ستونزې ته به یې رسېدنه وشي.»

د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو موسسو ټولنې مسوولان زیاتوي چې ټول هېواد کې ۱۴۰ خصوصي پوهنتونه او د لوړو زده‌کړو موسسې فعالیت لري چې شاوخوا ۲سوه زره زده‌کړیالان په کې بېلابېلو څانګو کې زده‌کړې کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دوی په وینا، د «مورا» په نوم د نجونو د لوړو زده‌کړو ځانګړې موسسه، راضي، ابن‌سینا او بایزید روښان د ۳۵ خصوصي پوهنتونو له ډلې دي چې مسوولانو یې د نجونو پر زده‌کړو له بندیز وروسته پرېکړه کړې چې خپل فعالیت وځنډوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام