سور صلیب: کابل کې د دماغي فلج ناروغانو شمېر ۵۰سلنه لوړ شوی

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چې د ۲۰۲۲ کال د یوولسم میاشتو پر مهال کابل کې د ماشومانو د دماغي فلج کچه لوړه شوې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې نن چهارشنبه د مرغومې ۲۱مه په یوه راپور کې ویلي چې کابل کې د تېر ۲۰۲۱ کال په پرتله ۲۰۲۲ کال کې پر دماغي فلج د اخته ماشومانو شمېر ۵۰سلنه لوړ شوی دی.

د ۳۵ خصوصي پوهنتونونو مسوولانو بهر ته د خپلې پانګې د ایستلو پرېکړه کړې

د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو موسسو ټولنې مسوولان وايي، د نجونو پر مخ د پوهنتونونو له تړل‌کېدو وروسته د ۳۵ خصوصي پوهنتونونو مسوولانو پرېکړه کړې چې هېواد کې فعالیتونه وځنډوي او خپله شتمني بهر ته ولېږدوي.

د روغتیا نړیوال سازمان: نړۍ کې پنځه میلیونه ماشومان له پنځه کلنۍ مخکې مړه کېږي

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، ۲۰۲۱ کال کې پنځه میلیونه ماشومان پنځه کلنۍ ته له رسېدو مخکې مړه شوي دي. د یاد سازمان راپور چې پرون سه‌شنبه د مرغومې ۲۰مه خپور شوی، په‌کې ویل شوي چې دغه کال کې ۲.۱ میلیونه هغه ماشومان او ځوانان چې عمرونه یې له پنځو تر ۲۴ کلونو وو، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نیوزیلنډ او پاکستان نن دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي

د نیوزیلنډ او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې ترمنځ د روانې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ  دویمه لوبه نن ترسره کېږي.

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ ته په شپږو وېکټو ماته ورکړې ده. د نیوزیلنډ لوبډلې په دغه لوبه کې پاکستان ته د ۲۵۶ منډو هدف ورکړی و چې پاکستان د ۴۹ اوور په لومړي بال ترلاسه کړ.

د سالنګونو لویه لاره د هر ډول موټرو د تګ‌راتګ پر مخ وتړل شوه

د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوولان وايي چې د سخت اورښتونو او توپانونو له امله یې دغه لویه لاره د هر ډول موټرو د تګ‌راتګ پر مخ تړلې ده.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې رییس ابومحمد حافظ محمدیعقوب نن چهارشنبه د مرغومې ۲۱مه سلام‌وطندار ته ویلي چې د واورې ورېدو او توپانونو له امله د سالنګ لویه لاره تړل شوې ده.