کندهار کې یوه سرچینه وايي چې د حکومت د سرپرستې کابینې یو‌شمېر غړي د ا.ا د مشر هبت‌الله اخند‌زاده سره پر ځینو ملي او مهمو مسایلو د خبرو لپاره دغه ولایت ته ورغلي دي.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي، له تېرو درېوو ورځو راهیسې د سرپرستې کابینې ۱۶ چارسمبالي وزیران دغه ولایت کې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرچینې زیاته کړې چې له تېرو درېوو ورځو راپدېخوا د ا.ا د مشر او د سرپرستې کابینې د ورغلیو چارسمبالو وزیرانو ترمنځ غونډې روانې دي.

په ورته مهال سرچینې که څه هم د یادې غونډې د اجندا په اړه څه ونه ویل، خو ویل کېږي چې دا غونډه د نجونو ښوونځیو د بېرته پرانېستلو، هېواد کې د امنیتي ګواښونو او د روان وضعیت ارزونې په موخه رابلل شوې ده.

له دې وړاندې هم د ا.ا سرپرستې کابینې دغه ولایت کې د هبت‌الله اخند‌زاده په مشري ناستې کړي او پر ځینو ملي مسایلو یې خبرې هم کړې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تراوسه د کندهار محلي مسوولانو او د ا.ا ویندویانو په دغه ولایت کې د روانې غونډې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام