د ملګروملتونو سر منشي انټونیو ګوټرېش راتلونکې اوونۍ مسکو او کېیف ته سفر کوي.

د ملګرو ملتونو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ګوټرېش به د خپل سفر پرمهال د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او له هغه وروسته به د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي سره لیدنې ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه زیاتوي چې ګوټرېش به د سې‌شنبې پر ورځ  له پوتین او د پنجشنبې پر ورځ  له زیلنسکي او د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر سره وویني.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د همدې اوونۍ په سر کې په مخامخ توګه د لیدنې کتني لپاره دواړو مشرانو ته لیکونه استولي و. له هغه وخت راهیسې چې روسیې پر اوکراین برید کړی، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دوو برخو وېشل شوې ده.

امریکا، فرانسې، بریټانیې او جرمني په اوکراین د روسیې برید غندلی او په دې هېواد یې یو لړ اقتصادي او نور بندیزونه هم لګولي، خو بل‌خوا بیا چین نه یوازې دا چې روسیه یې غندلې نه ده، بلکې لوېدیځ یې په لاس وهنې هم تورن کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په اوکراین د روسیې د برید راپدېخوا د ملګرو‌ملتونو  سرمنشي یوازې یو ځل د اوکراین  له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې کړې، خو وروسته تر هغه چې ګوټرېش وویل، د روسیې برید د ملګروملتونو د منشور څخه سرغړونه ده، د روسیې ولسمشر د ملګروملتونو د سرمنشي ټیلیفون ته ځواب نه دی ورکړی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام