د غور غږ راډیو د پخواني مسوول مدیر بسم‌الله عادل ایماق پلار ګل‌محمد عادل وايي چې د خپلې کورنۍ د ژوند خوندیتوب په اړه اندېښنه لري. هغه چې په غور کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ولایتي دفتر کې د خبریالانو د مېړانې او کار نمانځنې په غونډه کې خبرې کولې، وویل چې د کورنۍ د څلورو غړیو له لاسه ورکولو وروسته اوس د ده او د کورنۍ د نورو غړیو ژوند له ګواښ سره مخامخ دی.

د نوموړي په وینا، که دولت یې د کورنۍ د امنیت په ټینګښت کې بې‌غوري وکړي، ښايي د نورو بچیانو غم هم وویني. ګل‌محمد عادل د حکومت د مرکزي او ولایتي ادارو پر چارواکو تور لګوي چې د کورنۍ غړیو د وژل کېدو پېښه یې سمه نه ده څېړلې او په وینا یې، زورواکو د یادې پېښې د څېړلو لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري پر را لېږلي پلاوي هم فشار راوړی او هېڅ کار یې نه دی کړی. هغه د بسم‌الله عادل او د کورنۍ د نورو غړیو د قاتلانو پر محاکمې ټینګار کوي.

بله‌خوا د غور یوشمېر خبریالانو او مدني فعالانو چې په یاده غونډه کې یې ګډون کړی و، د خبریالانو او مدني فعالانو د نه خوندیتوب په اړه اندېښنه ښيي او له دولت څخه غواړي چې د امنیت ټینګښت په برخه کې یې هڅې وکړي.

په همدې حال کې د غور د والي مرستیال حبیب‌الله رادمنش چې په یاد نندارتون کې یې خبرې کولې وویل، دولت د خبریالانو د امنیت ټینګښت او د بیان ازادي ته ژمن دی.

د غور غږ راډیو پخوانی مسوول مدیر بسم‌الله عادل ایماق د تېر کال د جدې په دولسمه نېټه د غور ولایت د مرکز فېروزکوه ښار په لوېدېځ کې ووژل شو. طالبانو د هغه له وژل کېدو دوه میاشتې وروسته د شپې له خوا د عادل د پلار پر کور برید وکړ او د کورنۍ درې نور غړي یې هم ور ووژل. د بسم‌الله عادل کورنۍ د دغو پېښو مسوول طالبان یادوي، خو یادې ډلې د یادې کورنۍ د غړیو په وژنه کې لاس لرل رد کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام