د لوګر خوښۍ ولسوالي کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې کورنۍ وایي چې کورونه یې په بشپړه توګه له‌منځه تللي او بېړنیو خوراکي توکو او سرپناه ته اړتیا لري.

د لوګر د خوښۍ ولسوالي یوه اوسېدونکي رحیم‌الله سلام‌وطندار ته ویلي چې د سېلابونو له امله ۳۰۰۰ کورونه نړېدلي، خو د لوګر ولایتي ادارې او خیریه موسسو له لوري یوازې ۲۰۰ کورنیو ته سرپناه برابره شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی وایي چې اوس هم په خوښۍ ولسوالي کې لسګونه کورنۍ سرپناه نه‌لري، لسګونه کورنۍ په دولتي ښوونځيو، کلینیکونو او د خپلو خپلوانو کورونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د خوښۍ ولسوالي یوه بل قومي مشر عبدالله سلام‌وطندار  ته وویل چې د لوګر ولایتي ادارې او خیریه موسسو له یو‌شمېر کورنیو سره د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته وکړه، خو دغه مرسته بسنه نه کوي، حکومت او نړیوال مرستندویه بنسټونه باید د خوښۍ ولسوالي سېلاب ځپلیو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

بل‌خوا د لوګر والي ویاند عمر منصور سلام‌وطندار ته وویل چې په خوښۍ ولسوالي کې سلګونه سېلاب ځپلیو کورنیو سره د سرپناه او خوراکي توکو مرسته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د ا.ا حکومت د لوګر والي ته لارښوونه کړې چې ولایتي ادارې او خیریه موسسې دې د خوښۍ ولسوالۍ سېلاب ځپلیو کورنیو ته د سرپناه، خوراکي توکو، روغتیایي توکو او همدارنګه د سېلاب د راتلوونکې خطر مخنیوی برخه کې سېلاب ځپلیو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

لوګر کې د وروستیو سېلابونو له امله په مرکز پل‌علم او خوښۍ ولسوالیو کې شاوخوا ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام