Asset 1SWN

غور کې د لومړنیو خوراکي توکو د بیو له لوړوالي د خلکو شکایت

ghorr

د غور اوسېدونکي وايي چې دغه ولایت کې د ژمي په رانږدې کېدو سره د لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړې شوي چې د یاد ولایت اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي.

د غور د «الندر» سیمې اوسېدونکی ۳۸کلن عبدالکریم چې د خوراکي توکو پېرلو لپاره فیروزکوه ښار ته راغلی، وايي چې د بیو لوړېدو له امله د اوړو، غوړیو، وریجو او پیازو په څېر د توکو د پېر توان نه‌لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «د ښار دننه یوه بورۍ وریجه ۳۳۰۰ او یوه بورۍ اوړه ۲۷۰۰ افغانۍ اخلو. پیاز په کیلو ۵۰ افغانۍ خرڅېږي. که دوکان ته ورشې درته وايي چې د موټر کرایه لوړه ده او موږ ته ګرانه پرېوځي. دولت هم دې برخه کې پام نه کوي.»

په ورته مهال د غور یوشمېر نور اوسېدونکي هم د اندېښنې په څرګندولو سره مسوولانو څخه غواړي چې دغه ولایت کې د خوراکي توکو بیې کنټرول کړي.

د غور یوه اوسېدونکي احمدشاه وویل: «که دولت شتون لري، نو ولې بیې نه کنټرولوي، ولې د بې‌وزلو ستونزې نه حلوي. یو کیلو کچالو په ۱۲۰ افغانۍ خرڅوي یو بل یې په ۱۳۰ افغانۍ یو بل یې په ۱۷۰ افغانۍ پلوري، باید یو نرخ وي. اوړه ۲۷۰۰ افغانۍ دي چې څوک یې د پلور توان نه‌لري.»

له دې سره غور کې د لومړنیو توکو یوشمېر پلورونکي سلام‌وطندار ته وايي، د باروړونکو موټرو د کرایې او د ډالرو بیې لوړېدو له امله اړ دي، څو د خلکو د اړتیا وړ توګو بیې لوړې کړي.

غور کې د لومړنیو توکو پلورونکی عبدالغني وايي: «لاره خرابه ده، ژمنی دی او واوره او باران دی، له همدې امله پخوا به یې یو من ۱۶ افغانۍ راوړ، اوس یې ۲۵ افغانۍ راوړي. که کابل څخه یې راوړې په ۲۵ افغانۍ وه، اوس په ۳۵ افغانۍ ده، یعنی که جنس راوړو، نو اړ یو چې د کرایې پر اساس نرخ ورته وټاکو او اکثره جنسونه په ډالرو هم دي.»

بل‌خوا د غور ځايي مسوولان وايي، که څه هم د سوداګرو او د دوکاندارانو د وارد‌وونکو توکو په اړه یې‌ نرخ‌نامې نه دي ټاکلي، خو بیا هم هڅه کوي چې د نورو بنسټونو په همغږۍ، د توکو د بیو لوړېدو مخنیوی وکړي.

د غور د ښاروالي د مطبوعاتو امر میراحمد شعیب سلام‌وطندار ته وویل: «هڅې روانې دي چې یوه نرخنامه جوړه شي. کمېسیون به جوړېږي او هغه کسان چې توکي په لوړه بیه خرڅوي، مخه یې ونیسي. یو نرخ به ټاکل کېږي او ټول به یې په یوه بیه خرڅوي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د غور سوداګر او دوکانداران د اړتیا وړ لومړني توکي کابل او یا هم هرات ولایتونو څخه واردوي. د دوکاندارانو په وینا، د کابل ـ غور او د غور ـ هرات لویو لارو خرابوالي هم د خوراکي توکو د بیو پر لوړېدو اغېز کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام