سرچینه: د پکتیا ډنډپټان کې د ا.ا ځواکونو او پاکستانۍ ملېشو نښته روانه ده

د پکتیا د ډنډپټان ولسوالي اړوند د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې یو ځل بیا د اسلامي امارت د ځواکونو او پاکستانۍ ملېشو ترمنځ نښته شوې ده.
یوې دولتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته وویل چې د ا.ا ځواکونو او پاکستانۍ ملېشو ترمنځ د نن ماسپښین له شاوخوا یوې‌نیمې بجې راهیسې جګړه روانه ده.

د ماشومانو نړیواله ورځ؛ یونیسف: افغان ماشومان بېړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري

د نومبر ۲۰مه له ۱۹۵۴ کال راهیسې په نړۍ کې د ماشومانو نړیوالې ورځې په نوم نمانځل کېږي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د مدني ګډون، اړیکو او ملاتړ برخې مشرې سام مورټ له سلام‌وطندار سره مرکه کې ویلي چې افغانستان او د سوېلي اسیا هېوادونو کې ۱۵ میلیونه ماشومان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

غور کې د لومړنیو خوراکي توکو د بیو له لوړوالي د خلکو شکایت

د غور اوسېدونکي وايي چې دغه ولایت کې د ژمي په رانږدې کېدو سره د لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړې شوي چې د یاد ولایت اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي.

د غور د «الندر» سیمې اوسېدونکی ۳۸کلن عبدالکریم چې د خوراکي توکو پېرلو لپاره فیروزکوه ښار ته راغلی، وايي چې د بیو لوړېدو له امله د اوړو، غوړیو، وریجو او پیازو په څېر د توکو د پېر توان نه‌لري.

سالنګ کې د موټر چپه‌کېدو له امله نهه کسان مړه او ۴۰ ټپیان شوي

بغلان کې روغتیايي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ملخان ولسوالي کې د سالنګونو پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له کبله نهه کسان مړه او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د پلخمري ښار د ولایتي روغتون مسوولان زیاتوي چې دغه روغتون ته له یادې ټرافیکي پېښې څخه نهه مړي او ۴۰ ټپیان وروړل شوي دي.

پکتیا کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې

د پکتیا امنیتي مسوولان وايي، د دغه ولایت په ګردې څېړۍ ولسوالي کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې ده. د پکتیا د امنیې قومنداني ویاند عبدالباري منیب سلام‌وطندار ته ویلي، دغه ځوان «حلیم‌الله» نومېږي او پرون شنبه یې د ګردې څېړۍ په سروخېلو کلي کې د ټوپک په وسیله ځان وېشتلی او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی. د امنیې قومنداني ویاند زیاته کړې چې یاد ځوان ۲۸ کاله عمر درلود، خو په وینا یې، تراوسه یې د وژنې لامل نه دی معلوم.