Asset 1SWN

د ماشومانو نړیواله ورځ؛ یونیسف: افغان ماشومان بېړنیو مرستو ته سخته اړتیا لري

کودکان-کارگر-3

د نومبر ۲۰مه له ۱۹۵۴ کال راهیسې په نړۍ کې د ماشومانو نړیوالې ورځې په نوم نمانځل کېږي. د دې ورځې د نمانځنې موخه د نړۍ په کچه د ماشومانو د وضعیت ښه‌والي لپاره هڅې کول دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د مدني ګډون، اړیکو او ملاتړ برخې مشرې سام مورټ له سلام‌وطندار سره مرکه کې ویلي چې په افغانستان او د سوېلي اسیا هېوادونو کې ۱۵ میلیونه ماشومان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغې زیاته کړې: «افغانستان کې بشري اړتیاوې په ډېرېدو دي او ماشومان یې په لومړۍ کرښه کې دي. دغو اړتیاوو کې خواړه، روغتیايي خدمتونه او د څښاک اوبه شاملېږي. ماشومان اړتیا لري چې ښوونځي ته ولاړ شي. ژمي کې یې کورونه تاوده وي، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپله راتلونکې جوړه کړي.»

یونیسف هیله ښودلې چې له اسلامي امارت سره په ګډه به د افغان ماشومانو د ژوند ښه‌والي لپاره لا ډېر کار وکړي.

دا داسې مهال دی چې افغانستان کې زرګونه ماشومان د بې‌وزلۍ له کبله له خپلې ماشومانه نړۍ نه لرې شوي او اړ دي چې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

مروه د دغو ماشومانو له ډلې یوه ده چې ټوله ورځ په کابل ښار کې له خلکو د مرستې سوال کوي. هغه وايي: «پلار مې معلول دی او کار نه‌شي کولای. زه اړه یم چې د پنځه کسیزې کورنۍ لپاره خواړه پیدا کړم. د ورځې له سلو افغانیو کمې ګټم او د کور چارې پرې تنظیموم.»

زبیر بیا هغه بل ماشوم دی چې د بې‌وزلۍ له کبله په ښار کې ګرځي او د خلکو بوټونه رنګوي. نوموړی زیاتوي: «بوټونه رنګوم. پلار مې کراچۍ لري او ډېر کله تش لاس کور ته راځي. زه لس کلن او د کور غټ هلک یم، باید د کور چلولو لپاره هڅه وکړم.»

د مخکیني جمهوري اسلامي نظام د شمېرو له مخې، افغانستان کې ۳،۷ میلیونه کارګر ماشومان شته چې ډېری یې درانه کارونه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د عامه اړیکو مسوول یونس صدیق وايي، له اوو نه تر لس زرو ماشومانو چې سرپرست نه لري او له ګواښ سره مخامخ دي، ملاتړ یې کړی دی او د دغه وزارت په ملاتړو مرکزونو کې اوسېږي.

که څه هم افغانستان د ماشومانو د حقونو کنوانسیون لاسلیک کړی، خو بیا هم افغان ماشومان له سختو شرایطو سره مخامخ دي او ډېری یې نه یوازې د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري، بلکې درانه کارونه هم کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام