Asset 1SWN

د تلیسمیا نړیواله ورځ؛ «یوازینۍ هیله مې له دې ناروغي خلاصون دی»

cef5c498-b86e-42c8-8a70-5bcba5749cc9

نن دوشنبه د مې میاشتې اتمه د تلیسمیا یا د وینې کموالي ناروغي له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله هېواد کې پر یادې ناروغي اخته ناروغان د درملنې د امکاناتو له نشتون څخه شکایت کوي.

د تلیسمیا ناروغي نړیواله ورځ نن دوشنبه د غويي ۱۸مه کابل کې د عامې روغتیا وزارت له لوري ونمانځل شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نهه کلنه مهرماه چې پر تلیسمیا ناروغي اخته ده، وايي، یوازینۍ هیله یې له دې ناروغي خلاصتون دی. نوموړې وویل: «یوازې وینه او درمل زموږ ستونزه نه‌شي حلولی، زه غواړم چې د نورو په شان ښه ژوند وکړم.»

ناروغ ته د وینې ورکول، د تلاسمیا ناروغي لنډمهالې درملنه شمېرل کېږي، خو یوشمېر ناروغان وايي، دغه برخه کې هم ستونزو سره مخ دي. پهلوان له هغو کسانو دی چې دوه کوچني ماشومان یې پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

هغه وویل، د بې‌وزلۍ له امله نه‌شي کولای د خپلو ماشومانو سمه درملنه وکړي. هغه وویل: «کله چې روغتون ته ورشو، وايي تلیسمیا دی، ډاکټر وايي چې وینه تېره کړه، په داسې حال کې چې دوه ورځې وړاندې مو وینه تېره کړې. ناروغ ته پام  نه کېږي او اهمیت نه ورکوي.»

د وینې ملي بانک د شمېرو پر بنسټ، دا مهال هېواد کې شاوخوا ۱۲زره کسان پر تلیسمیا ناروغي اخته دي، خو ویل کېږي چې د کره شمېرو نه‌شتون په دلیل ښايي پر یادې ناروغي د اخته کسانو شمېر تر دې هم لوړ وي.

د وینې ملي بانک رییس محمدناصر صادق د کورنیو د پوهاوي ټيټه کچه او پر خپل وخت نه درملنه، پر تلیسمیا ناروغي د اخته کسانو د زیاتېدو اصلي لامل بولي.

هغه وویل: «له بده‌مرغه چې هېواد کې یې لوړ شمېر لرو، ځکه خلکو ته په دې اړه پوهاوی نه دی ورکړل شوی. مور او پلار چې پرې اخته وي، د تشخیص ټسټ یې نه دی کړی، اولادونه یې هم پرې اخته کېږي. فعلانآ ۱۲زره او ۱۰۳ کسان دې بانک کې ثبت دي.»

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت مسوولان د تلیسمیا ناروغي نړیوالې ورځې څخه د نمانځ‌غونډې ګډونوال د روغتیا په برخه کې فعاله نړیوالو سازمانونو څخه غواړي چې دې برخه کې جدي پام وکړي. دوی له خلکو په ځانګړې توګه ځوانانو څځه هم غوښتنه کوي چې د وینې ورکولو کمپاینونو کې برخه واخلي.

د تلاسمیا ناروغانو ته د وینې ورکولو کمپاین له فعالانو او د کرکټ لوبغاړي محمدنبي عیسی‌خېل وویل: «هڅه مو دا ده، هغه روغتون چې موږ یې جوړو، یوه څانګه یې دې ناروغي ته ځانګړې کړو او له نړیوالو غواړو چې دغو ماشومانو سره مرسته وکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

تلاسمیا د وینې کموالي ته ویل کېږي چې پرې د اخته کس په بدن کې د وینې د هموګلوبین او ګلوبول شمېر له عادي حالت څخه کم وي. کمه حوصله، د تحرک لپاره د کافي انرژۍ نه‌شتون او بې‌اشتهايي د تلاسمیا ناروغۍ مهمو علایمو څخه شمېرل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام