د ماشومانو د خوندیتوب سازمان (Save the Children) نن په یوه راپور کې ویلي، افغانستان کې ماشومان تر سخت روحي او رواني فشار لاندې دي، ځکه دوی دغه هېواد کې د مخ پر خرابېدونکی ناورین بار پر خپلو اوږو وړي.

دغه سازمان ویلي، افغانستان د رواني صحت د یوې فاجعې په درشل کې دی او اقتصادي ناورین او لسیزو جګړو د ماشومانو پر رواني روغتیا ناوړه اغېزې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان خبرداری ورکړی چې په هر څلورو ماشومانو او لویانو کې یوازې یو یې خپله بېړنۍ درملنه ترلاسه کوي. د دغه سازمان په وینا، د دوی له ډلې ډېری یې ښايي روغ نه‌شي او تر اوږدې مودې همداسې پاتې شي.

دغه سازمان په خپله راپور کې کاږي چې ډېری ماشومان د شپې په لوږه ویده کېږي او ښوونځي له دې امله پرېږدي چې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کړي.

په راپور کې اټکل شوی چې ښايي افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه او ۴۶۰زره ماشومان او لویان رواني صحت او ټولنیز ملاتړ ته اړتیا ولري، خو د تازه معلوماتو پربنسټ، تراوسه یو میلیون، ۳۰۸زره او ۶۶۱ کسان بریالي شوي چې خدمتونو او درملنې ته لاسرسی پیدا کړي.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان ویلي، په هرو څلور نجونو کې یوه یې د ژورخپګان او اضطراب نښې لري او دوه پر درېیمه برخه ماشومانو ویلي چې منفي احساساست له هغې ډلې اندېښنه، خواشیني او ډېر قهرېدل لري.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

کورنیو دغه سازمان ته ویلي چې د اقتصادي او مالي ستونزو له امله یې د ماشومانو په کړنو کې کمساری بدلون راغلی چې له ډلې یې ناڅاپي او له کنټرول وتلې ژړا، د شپې له‌خوا په خوب کې چیغې، قهرېدل او ځان‌زورونه شامله ده.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام