د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش ویلي چې د افغانستان اقتصادي نظام نغدو پيسو ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان اقتصادي نظام کې د نغدو پيسو کمښت به د دغه هېواد اوسېدونکو ته ناوړې پایلې ولري.

د ملګرو ملتونو سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغانستان اقتصادي نظام کې د نقدو پیسو ورکړې ته زمینه برابره کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې اقتصادي کارپوهان د ملګرو ملتونو د خبرداري د تایید ترڅنګ وايي، که چېرته د افغانستان اقتصاد ته نغدې پیسې ورنه کړل شي، د هېواد اقتصادي ستونزې به حل نشي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا سلام‌وطندار ته وايي، هغه مرستې چې اوس له افغانستان سره کېږي، په نقدو پیسو وشي، له یوه اړخه به د کار زمینه برابره شي او له بل لوري به د افغانیو ارزښت لوړ کړي.

په ورته مهال د اقتصادي چارو یو بل کارپوه تاج‌محمد تلاش هم وايي چې د اسلامي امارت له لوري د اقتصادي توکو مدیریت، تر یوه بریده په هېواد کې اقتصادي ننګونې راکمې کړې دي.

د هغه په باور که چېرته اوسنۍ ستونزې حل نشي، د هېواد اقتصادي وضعیت ته به په اوږدمهالي توګه ګواښونه متوجې شي. دا په داسې مهال ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، د هېواد اقتصادي وضعیت په جدي توګه زیانمن شوی دی.

 له دې سره هم‌مهاله د نړیوالې ټولنې د مرستو کمښت او د امریکا له لوري د افغانستان بانک د شتمنیو کنګلېدل، اقتصادي ناورین زیات کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې ملګروملتونو ټينګار کړی چې دغه سازمان تراوسه شاوخوا ۵۰۰ میلیونه نغدي ډالر افغانستان ته لېږدولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام