Asset 1SWN

تخار کې د وښو کموالي مالداران په پور د خپلو پسونو پلورلو ته اړ کړي‎

ww

د افغانستان شمال او شمال ختیځ د زیاتو اوبو او ښې هوا له امله د مالدارۍ  لپاره غوره سیمه ګڼل کېږي، خو د تخار ولایت مالداران په دې وروستیو کې له ننګونو سره مخامخ شوي چې له کبله یې دغه دودیز کسب مخ پر ځوړ روان دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د تخار مالداران وايي، د مالونو څړځایونه یې پر کرنیزو ځمکو بدل شوي یا هم غصب شوي او په ور پاتې ځمکو کې د اقلیمي بدلون له امله د څارویو څرلو لپاره لازم واښه نشته.

د دوی په خبره، په تېرو کلونو کې یو څه څړځایونه وو چې تر یوه بریده د مالدارانو ستونزې پرې حل کېدې، خو په وروستیو کلونو کې ترې دغه څړځایونه هم نیول شو او ورسره د مالدارانو ستونزې هم لا زیاتې شوې دي.

تخار کې د څارویو یو ۷۰ کلن ساتونکی محمدالله چې مالداري ورته له پلاره په میراث پاتې ده، اوس ۴۵۰ پسونه لري، خو د څړځای نشتون ورته سرخوږی جوړ کړی دی. نوموړی له حکومت څخه غواړي چې لاسنیوی یې وکړي او د مالونو د وښو برخه کې یې شته ستونزې حل کړي.

د څارویو یو بل ساتونکی غیب‌الله وايي چې په تېر ژمي کې یې د سړې هوا له کبله ۵۰ پسونه مړه شوي دي.

هغه سلام‌وطندار ته ویلي: «زموږ دوو درېوو ګاونډیانو خپل څاروي وپلورل او ځینو په پور ورکړل. معلومه نه‌ده چې دغه کسان به یې پور ورکړي، که نه؛ ځکه زیاتره خلک همداسې وتښتېدل او مال لرونکو ته یې پورونه ور نه‌کړل.»

په ورته وخت کې د تخار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان که څه هم وايي چې د مالدارانو د ستونزو هواري لپاره هڅې کوي، خو په وینا یې، اوس د مالدارانو د ستونزو حل لپاره مشخصه بودیجه نه لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د تخار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا امر ډاکټر هدایت‌الله قادري سلام‌وطندار ته وویل چې د مالدارانو ستونزې یې همکارو بنسټونو، د بېړنیو مرستو ادارو او د حکومت له مرکزي ادارې سره شریکې کړې دي.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د تخار د والي نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره ونه توانېدو.

بله‌خوا د تخار ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس احمد ساجد وايي، د دغه ولايت د مالدارانو ستونزو د هواري په موخه يې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له مسوولانو سره خبرې کړي، خو تر اوسه یې لازم ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.

هغه زیاتوي چې وزارت یې د دې برخې لپاره بودیجه نه لري او تمه ده چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت به ورته بودیجه په پام کې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخار مالداران تېر ژمی هم په دې برخه کې سلام‌وطندار سره مرکه کې د خپلو ستونزو په اړه شکایتونه کړي وو. هغه مهال هم محلي مسوولانو ویلي وو چې د مالدارانو ستونزې به حلوي، خو لا هم په دې برخه کې لازم ګامونه نه‌دي اوچت شوي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام