د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د راتلونکې پنجشنبې ورځ جوړېږي

د افغانستان د روان سیاسي کړکېچ په اړه د سیمه‌ییزو او نړیوالو غونډو په دوام، ټاکل شوې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه غونډه د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د ازبکستان په سمرقند ښار کې جوړه شي. په دې غونډه کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي ګډون کوي.

نورستان کې د دوو قومونو د ۲۶ کلنې دوښمني پای؛ ۵۰۰ کسان وژل شوي

د نورستان په کامدېش ولسوالي کې د ځمکې پر سر د کاموز او کشتوز قومونو ترمنځ ۲۶ کلنه دوښمني پای ته ورسېده او بېرته خپلو کلیو ته وګرځېدل.
د کشتوز قوم یو مشر محمدنعیم وايي، د ځمکې او اوبو پر سر دې دوښمنۍ کې چې له تېرو ۲۶ کلونو راهیسې روانه وه، د دواړو قومونو ۵۰۰ کسان وژل شوي دي.