Asset 1SWN

نورستان کې د دوو قومونو د ۲۶ کلنې دوښمني پای؛ ۵۰۰ کسان وژل شوي

IMG-20230409-WA0006-q4qzl2os1dy2xd7qswk9cd14weg3fegokryre4tpqg (1)

د نورستان په کامدېش ولسوالي کې د ځمکې پر سر د کاموز او کشتوز قومونو ترمنځ ۲۶ کلنه دوښمني پای ته ورسېده او بېرته خپلو کلیو ته وګرځېدل.

د کشتوز قوم یو مشر محمدنعیم وايي، د ځمکې او اوبو پر سر دې دوښمنۍ کې چې له تېرو ۲۶ کلونو راهیسې روانه وه، د دواړو قومونو ۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه قوم یو بل غړی بشیراحمد چې له ۲۵ کلونو وروسته خپل کلي ته را ستون شوی وايي، کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي او کلی یې هم په ځنګل بدل شوی دی. هغه زیاتوي: «د کلي اوسېدونکي د ژوند هېڅ ډول لومړنیو امکاناتو ته لاسرسی نه لري. له حکومت څخه غواړو چې مرسته راسره وکړي.»

د کامدېش ولسوالي یو بل اوسېدونکی عبدالرحمان وايي چې د یادو قومونو خلک اوس په خیمو کې اوسېږي. د نوموړي په وینا: «حکومت باید د دې سیمې اوسېدونکو ته ښوونځی، روغتون او سړک جوړ کړي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د نورستان د والي ویاند سیف‌الدین لټون وايي چې د کاموز او کشتوز قومونو نږدې درې میاشتې مخکې سوله کړې او تر اوسه شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ خپلو کلیو ته ستنې شوې دي.

د هغه په خبره، حکومت پر یوشمېر بېرته ستنو شویو کورنیو لومړنۍ مرستې هم وېشلې دي. د نورستان د والي ویاند زیاتوي چې هڅه کوي، څو د دغو خلکو لپاره لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړي.

نورستان د هېواد په ختیځ کې یو غرنی ولایت دی چې د کامدېش ولسوالي په ګډون، د ډېری سیمو اوسېدونکي یې لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام