Asset 1SWN

کاپیسا کې د نیالګیو پر سر شخړه؛ یو ورور وژل شوی، بل له زوی سره ټپي دی

نجراب

د کاپیسا د نجراب ولسوالي مسوولان وايي، دوو ورونو په دې ولسوالي کې د نیالګیو پر سر شخړه کړې چې له کبله یې درېوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نجراب ولسوال عطاالله نعمت سلام‌وطندار ته ویلي، دا پېښه نن سهار شاوخوا اته‌نیمې بجې د دې ولسوالي په یاسین‌زیو سیمه کې شوې چې له کبله یې ۵۰ کلن عطا‌الله چې د ورور له لوري په تومانچې ویشتل شوی، ژوند له لاسه ورکړی او یو ورور یې له زوی سره ټپي شوی دی.

د نوموړي په وینا، په پېښه کې یو ښکېل ورور له دوو ځامنو سره نیول شوی او دوه نور ورونه تښتېدلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې وړاندې هم په یوشمېر ولایتونو کې د ځمکو، اوبو او نورو کورنیو موضوعاتو پر سر شخړې شوي چې له کبله یې ښکېلو لوریو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام