Asset 1SWN

ناپېژنده‌ وسله‌والو په کاپیسا کې یو سپین‌ږیری وژلی

IMG-20230414-WA0007-q4zsgwxsu6f4e2ov1083mmsnrinjzwsr0cdo3ab1qg

د کاپیسا د امنیې قومانداني مسوولان د دغه ولایت د کوهستان ولسوالي د لومړۍ برخې په اړوند سیمه کې د غنمو وډ کې د یوه سپین‌ږیري د جسد موندلو خبر ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند عبدالفتاح فایز سلام‌وطندار ته وویل چې پرون سهار نهه‌نیمې بجې یې د کوهستان ولسوالي د لومړۍ برخې د قاضي‌خېلو په زېرپشته کې یو جسد موندلی دی.

د هغه په وینا، وژل شوی کس عبدالحفیظ نومېږي او شاوخوا ۶۵ کلن دی. دغه کس د قاضي‌خېلو اوسېدونکی دی او د ناپېژنده وسله‌والو له لوري په چره‌یي ټوپک وژل شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند ټینګار کوي چې د وژل شوي کس د زوی د څرګندونو له مخې یې د دې پېښې په تړاو شپږ کسان نیولي او ترې پوښتنې ګروېګنې روانې دي. عبدالفتاح فایز د دې پېښې اصلي لامل او انګېزه کورنۍ دوښمني بولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام