Asset 1SWN

کاپیسا کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی

01160000-0aff-0242-df07-08da65ad58d1_w1200_r1

د کاپیسا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله یو کس مړ شوی دی.

د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند عبدالفتاح فایز نن شنبه د غويي دویمه سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون جمعه د دغه ولایت د دویمې حصې ولسوالي اړوند «مراد خواجه» سیمه کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پېښه د کرولا ډوله موټر او یوه موټرسایکل ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې موټرسایکل چلوونکی مړ شوی دی.

فایز که څه هم په دې اړه نور جزییات ورنه‌کړل، خو زیاته یې کړه چې دغه ټرافیکي پېښه د موټر چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې او موټر چلوونکی نیول شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې هم دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پرمهال اووه کسان مړه او ټپیان شوي وو.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام