الدرداري: پرېکړې باید داسې ونیول شي چې افغانستان له ناورینه وباسي

د جمهوریت له پرځېدو وروسته پر نړیوالو مرستو ولاړ د افغانستان اقتصادي جوړښت هم وپاشېد او د ملګروملتونو او نورو نړیوالو سازمانو بشردوستانه مرستو ته د افغانانو اړتیاوې ډېرې شوې، هغه څه چې افغانان یې تر بل هر وخت اغېزمن کړي او ا.ا سره یې د نړیوالې ټولنې د تعامل پر څرنګوالي هم اغېز کړی دی.

تورخم کې غر ښوویېدنه؛ د پنځو افغانانو په ګډون اووه کسان مړه شوي

په تورخم کې د غره ښوویېدنې له امله د پنځو افغانانو په ګډون د مړو شویو کسانو شمېر اووه ته رسېدلی دی.

یو‌شمېر پاکستاني رسنیو نن شنبه د اپرېل ۲۲مه راپور ورکړی چې د خېبرپښتونخوا اړوند تورخم سیمه کې د غره ښوویېدنې له کبله د مړو شمېر اوو ته رسېدلی دی.

کاپیسا کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی

د کاپیسا محلي مسوولان وايي، دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پرمهال یو کس مړ شوی دی.

د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند عبدالفتاح فایز نن شنبه د غويي دویمه سلام‌وطندار ته ویلي، پېښه پرون جمعه د دغه ولایت د دویمې حصې ولسوالي اړوند «مراد خواجه» سیمه کې رامنځته شوې ده. پېښه د کرولا ډوله موټر او یوه موټرسایکل ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې موټرسایکل چلوونکی مړ شوی دی.