Asset 1SWN

نوین‌الحق ای‌پي‌اېل لیګ کې خپله لومړۍ وېکټ ترلاسه کړه

358585

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې توپ‌اچوونکي نوین‌الحق د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې د خپلې دویمې لوبې پرمهال د ګوجرات ټایټنز پر وړاندې خپله لومړۍ وېکټ ترلاسه کړه.

نوموړي د وېکټې اخیستلو ترڅنګ ښکلې توپ‌اچوونه وکړه او په څلور اورونو کې یې ۱۹ منډې ورکړې. نوین‌الحق په خپله لومړۍ لوبه کې هم ښکلې توپ‌اچوونه کړې وه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ګوجرات ټایټنز لوبډلې دغه سیالي کې لکناو سوپر جاینټز لوبډلې ته په ټاکل شویو شلو اورونو کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو د ۱۳۶ منډو هدف ټاکلی دی.

د ګوجرات لپاره په توپوهنه کې لوبډلمشر هارډک پانډیا تر ټولو زیاتې ۶۶ منډې وکړې. د ګوجرات لپاره نن د راشدخان ترڅنګ بل افغان لوبغاړی نوراحمد هم لوبېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ای‌پي‌اېل لیګ د نن ورځې دویمه لوبه کې به پنجاب کنګز له ممبی انډیینز سره لوبه وکړي. ټاکل شوې چې یاده سیالي نن ماښام ۶:۳۰ بجې پیل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام