Asset 1SWN

ای‌پي‌اېل لیګ کې نن څلور لوبډلې د یوه بل پر وړاندې لوبې کوي

358391

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې نن څلور لوبډلې د یوه بل پر وړاندې لوبې کوي. ګوجرات ټایټنز نن ورځ له لکناو سوپر جاینټز سره لوبېږي او ماښام به ممبی انډیینز له پنجاب کنګز سره سیالي وکړي.

د ګوجرات ټایټنز او لکناو سوپر جاینټز لوبه به نن له غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې پیل شي او پنجاب کنګز او ممبی انډیینز به ماښام ۶:۳۰ بجې لوبه وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ګوجرات ټایټنز لوبډله چې دوه افغان لوبغاړي راشدخان او نوراحمد هم په‌کې لوبېږي، تراوسه ای‌پي‌اېل لیګ کې پنځه سیالۍ کړي چې درې یې ګټلي او دوه یې بایللي او جدول کې څلورم ځای لري.

ګوجرات که څه هم روان ای‌پي‌اېل لیګ په دوو پرله‌پسې بریاوو پیل کړ، خو وروستیو درېوو لوبو کې یې بیا یوازې یوه سیالي ګټلې ده.

لکناو سوپر جاینټز بیا له خپلو کړیو شپږو لوبو څخه څلور ګټلي او دوه یې بایللي دي. دغه لوبډله که څه هم د لیګ د جدول دویم ځای کې ده، خو د جدول لومړۍ لوبډلې راجستان رویلز سره یې امتیازونه برابر دي او «نېټ رنز رېټ» له امله دویم ځای کې ده.

بل‌خوا ممبی انډیینز لوبډله چې نن ماښام به له پنجاب سره ولوبېږي، خپلو وروستیو درېوو لوبو کې پیاوړې راښکاره شوې او درې واړو لوبو کې یې خپل سیالان مات کړي دي. ممبی انډییز لوبډلې روان ای‌پي‌اېل لیګ په دوو پرله‌پسې ماتو پیل کړ، خو له درېوو بریاوو وروسته اوس د جدول له نهم ځای څخه شپږم ځای ته پورته شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پنجاب لوبډله دا مهال د جدول اووم ځای کې شتون لري او له کړیو شپږو لوبو څخه یې درې ګټلي او درې یې بایللي دي. د جدول په وروستي ځای کې ډیلي کپېټلز په یوې بریا او پنځو ماتو سره ځای لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام