د تېرې یوې شپې او ورځې پر مهال هېواد کې د دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۶ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

دغه ټرافیکي پېښې د تېرو ۲۴ساعتونو پر مهال په سرپل او زابل ولایتونو کې رامنځته شوي دي. د یادو دوو پېښو له ډلې یوه یې د روانې اوونۍ د چهارشنبې پر ورځ (غبرګولي ۱۷مه) د سرپل په صیاد ولسوالي کې رامنځته شوې چې پر مهال یې ۲۴ کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاده پېښه د یوه «پلانکوچ» ډوله موټر د چپه‌کېدو له کبله شوې ده. د سرپل د امنیې قومنداني ویاند دین‌محمد نظري «چهارشنبه د غبرګولي ۱۷مه» سلام‌وطندار ته ویلي، دغه پېښه کې ۱۲ مېرمنې، ۸ ماشومان او ۴ نارینه مړه شوي او ۲ کسان ټپيان دي چې روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

نوموړي وویل: «دغه موټر له سړک اوښتی او لاندې په یوه دره‌کې لوېدلی دی چې پایله کې یې زموږ ۲۴هېوادوال په شهادت رسېدلي. امنیتي او روغتیایي کارکوونکي هم پر وخت سره سیمې ته رسېدلي او شهیدان او ټپیان یې هم د صیاد ولسوالي روغتون ته انتقال کړي دي.»

په ورته مهال د تېرې یوې شپې او ورځې پر مهال په دویمه مرګونې ټرافیکي پېښه کې چې د زابل مرکز کلات اړوند پل سنګي سیمه کې د کابل-کندهار پر لویه لاره رامنځته شوې، له کبله یې ۴۰ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

پېښه د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي او مازدا موټرو د ټکر امله رامنځته شوې چې پر مهال یې نهه کسان مړه او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رحمت‌الله حماد نیازي سلام‌وطندار ته وویل: «د ۵۸۰ موټر او مازدا موټر ترمنځ ټکر رامنځته شوی، نهه تنه مسافر په‌کې مړه شوي او ۳۱ تنه نور ټپیان شوي دي. امنیتي کسانو ټول روغتون ته انتقال کړي دي.»

له یادو دوو مرګونو ټرافیکي پېښو سربېره په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو شمېر زیات شوی دی. خو پوښتنه دا ده چې ولې د ټرافیکي پېښو شمېر کې زیاتوالی راغلی او د دغه ډول مرګونو پېښو اصلي لاملونه څه دي؟

د ټرافیکو عمومي ریاست د پلان او پالیسۍ جوړونې مدیر عبدالودود خیرخوا سلام‌وطندار ته وویل چې هېواد کې ۷۰سلنه ټرافیکي پېښې د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.

نوموړي د نا‌مسلکي موټرچلوونکو ډېرښت، د سړکونو خرابوالی او د ټرافیکي قوانینو نه مراعت هغه لاملونه وبلل چې له کبله یې ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي.

هغه زیاته کړه: «په عمومې لارو او واټونو ټرافیکي لوحې او نښانونه نشته، سړکونه خراب دي، موټر چلوونکي هم بې‌تجربه دي او قوانین نه مراعتوي، خو تقریبا ۷۰سلنه یې همدا بې‌احتیاطي ده.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د ټرافیکو عمومي ریاست د معلوماتو پر بنسټ، یوازې تېره غويي میاشت کې د هېواد په کچه ۳۳۸ ټرافیکي پېښې شوي چې نږدې ۱۸۵ کسان په‌کې مړه او ۴۹۹ کسان بیا ټپیان شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام