Asset 1SWN

زابل کې د ټرافیکي پېښې له امله نهه کسان مړه او ۳۱ ټپیان شوي

IMG-20230608-WA0011

د زابل د مرکز کلات ښار اړوند پل سنګي سیمه کې د ټرافیکي پېښې له کبله نهه کسان مړه او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.

پېښه نن پنج‌شنبه د غبرګولي ۱۸مه  د ۵۸۰ او مازدا ډوله موټرو ترمنځ رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د زابل د اطلاعاتو او فرهنگ رییس رحمت‌الله حماد نیازي سلام‌وطندار ته ویلي چې په یاده پېښه کې نهو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۱ نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، د پېښې ځای ته د یاد ولایت د ټرافیکو مدیریت پرسونل رسېدلی او ټپیان یې د مرکز کلات ښار مرکزي روغتون ته لېږدولي دي.

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوې دي.

د یادو رامنځته شویو پېښو پر مهال د ځینو کسانو د مړینې او ټپي‌کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

محلي مسوولان بیا د لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او ټرافیکي قوانینو سره د موټرچلوونکو نه بلدتیا په ګوته کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام