د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل سیالیو په لړ کې نن سنرایزر حیدراباد له ممبی انډیینز سره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ماښام ۶:۳۰ بجې د حیدراباد راجېف ګاندي نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.
ممبی انډیینز او سنرایزر حیدراباد لوبډلې تراوسه په دغه لیګ کې دوه دوه لوبې کړي چې دواړو لوبډلو دوه-دوه سیالي ګټلي او دوه-دوه یې بایللي دي.
سنرایزر حیدراباد چې دا مهال د ایپياېل لیګ د جدول په نهم ځای کې شتون لري، خپله وروستۍ لوبه کې بهترینه لوبه وکړه او کلکته نایټراډرز ته د ۲۳ منډو په توپیر ماته ورکړه.
د یادې لوبډلې لپاره ښه خبر دا دی چې د هاري برووک او اېډن مارکرم په څېر د توپوهنې د منځنۍ او پیلیزې برخې توپوهنونکي یې فام کې راغلي چې له امله یې تېره لوبه هم د یادو لوبغاړو د ښې توپوهنې پر مټ وګټله.
افغان لوبغاړی فضلالحق فاروقي هم د سنرایزر حیدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي.
بلخوا ممبی انډییز لوبډله چې د ایپياېل لیګ له پیاوړو لوبډلو څخه شمېرل کېږي، وروستیو لوبو کې خپل فام ته راغلې او یادې لوبډلې هم خپله تېره لوبه کې کلکته نایټراډرز له سختې ماتې سره مخ کړه.
د ممبی انډیینز لوبډلې ځینې پیاوړي لوبغاړي هم د سنرایزر حیدراباد په څېر لومړیو لوبو کې ښه نهوو ځلېدلې، خو وروستیو دوو سیالیو کې یې خپلو ښو لوبو ته بېرته ګرځېدلي او هڅه به کوي چې راتلونکو لوبو کې لا ښه وځلېږي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یاد لیګ په بېګانۍ په زړه پورې لوبه کې چینای سوپر کنګز لوبډلې رویل چلنجر بنګلور لوبډلې ته د اتو منډو په توپیر ماته ورکړه.