د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل سیالیو په لړ کې نن ماښام کوجرات ټایټنز لوبډله له پنجاب کنګز سره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د پنجاب لوبډلې کورني لوبغالي بېنډرا کې ترسره شي.
ګوجرات ټایټنز لوبډله چې افغان ستوري راشدخان او نوراحمد هم پهکې لوبېږي، په خپله تېره لوبه کې له کلکتې نایټرایډرز څخه په وروستیو شېبو کې ماته وخوړله.
په هغه په زړه پورې لوبه کې راشدخان د ګوجرات لوبډلې لوبډلمشري کوله چې په لومړي ځل یې ایپياېل لیګ کې خپل هېټرېک هم ترلاسه کړ.
بلخوا پنجاب کنګز بیا خپله تېره لوبه کې له سنرایزر لوبډلې په اسانۍ ماته وخوړله او نن لوبه کې به هڅه کوي چې د خپلې توپوهنې برخه پیاوړې کړي.
کنګز د سنرایزر پر وړاندې لوبه کې کمزورې توپوهنه وکړه او یوازې لوبډلمشر شېکر ډهوان وو چې په ۱۴۳ منډو کې یې په یوازې ځان ۹۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
ګوجرات ټایټنز دا مهال د روان ایپياېل لیګ د جدول په څلورمه او پنجاب کنګز بیا په شپږم ځای کې شتون لري چې د نن لوبه به جدول کې د دواړو لوبډلو پر ځای هم مستقیم اغېز ولري.