د برښنايي پېژند‌پاڼې د بیې پر لوړېدو نیوکې؛ له ۱۰۰ نه ۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې

د اسلامي امارت د چارو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دې وروسته به هره برښنايي پېژند‌پاڼه د ۵۰۰ افغانیو په بدل کې افغانانو ته ورکړل شي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمدحلیم رفېع وايي، دا پرېکړه پرون د وزیرانو شورا په درېیمه غونډه کې شوې او د هرې پېژندپاڼې بیه له ۳۰۰ افغانیو څخه ۵۰۰ ته لوړه شوې ده.

دولتي ادارو کې د متقاعدینو او معلولانو ګومارنه له غبرګونونو سره مخ شوې

د ا.ا حکومت په تازه‌ګۍ سره پرېکړه کړې هغه معلولان او متقاعدین چې د کار کولو وړتیا ولري، په حکومتي ادارو  کې به یې پر دندو وګوماري.

خو دغه پرېکړه د معلولانو او متقاعدینو له دوه‌ګوني غبرګون سره مخ شوې ده. یو‌شمېر متقاعدین له دې پرېکړې د هرکلي ترڅنګ وايي چې ډېری متقاعدین د کار کولو وړتیا لري او په خپلو دندو کې مسلکي دي.

پاکستان کې د اورلګېدنې له کبله د اوروژنې څلور کارکوونکي مړه شوي

د پاکستان کراچۍ ښار په یوې کارخونه کې د اورلګېدنې پرمهال د اور وژنې ډلې څلور کارکوونکي مړه شوي او ۱۳ نور کسان ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو نن پنج‌شنبه د اپرېل ۱۳مه راپور ورکړی چې دغه اورلګېدنه پرون چهارشنبه سهار د نوې کراچۍ صنعتي سیمې ته نږدې د جامو یوې کارخونه کې د برښنا شارټۍ له امله رامنځته شوې ده.

ای‌پي‌اېل لیګ؛ ګوجرات له پنجاب سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پ‌اېل سیالیو په لړ کې نن ماښام کوجرات ټایټنز لوبډله له پنجاب کنګز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د پنجاب لوبډلې کورني لوبغالي بېنډرا کې ترسره شي.

د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه؛ متقي ازبکستان ته ورسېد

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن پنج‌شنبه د وري ۲۴مه د ازبکستان په کوربه‌توب د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی دی. د اسلامي امارت حکومت له دې وړاندې په وار وار ویلي و چې د دوی له ګډون پرته به د افغانستان په تړاو کېدونکې غونډې بې‌پایلې وي.