د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن پنجشنبه د وري ۲۴مه د ازبکستان په کوربهتوب د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې امیرخان متقي به دغه ناسته کې له ګډون سربېره د ځینو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره دوه اړخیرې ناستې هم ولري.
د افغانستان د شپږو ګاونډیو هېوادونو چین، پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان سربېره، د روسیې جګپوړي ډيپلوماټان به هم د افغانستان په تړاو د سمرقند دوه ورځنۍ ناسته کې ګډون وکړي.
افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې دا د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو څلورمه ناسته ده چې د ازبکستان په سمرقند ښار کې جوړېږي.
دغه ناسته داسې مهال جوړېږي چې له دې مخکې دې ناسته کې د اسلامي امارت د ګډون یا نه ګډون په اړه معلومات نه و ورکړل شوي، خو نن په ناڅاپي توګه یاده ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت د دغه وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشري د پلاوي د ګډون خبر ورکړ.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د اسلامي امارت حکومت له دې وړاندې په وار وار ویلي و چې د دوی له ګډون پرته به د افغانستان په تړاو کېدونکې غونډې بېپایلې وي.